ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ډېری سوداګرو له حيرتان بندره خپلې پانګې ایستلې دي”

” ډېری سوداګرو له حيرتان بندره خپلې پانګې ایستلې دي”

author avatar
3 May 2021 - 16:27
” ډېری سوداګرو له حيرتان بندره خپلې پانګې ایستلې دي”
author avatar
3 May 2021 - 16:27

مزارشريف (پژواک، ۱۳غويی ۱۴۰۰) : شمال زون کې د نفتي توکو او مايع ګازو د اتحاديې مسوولين وايي، چې په حيرتان او آقينې بندرونو کې د نفتي توکو د وارداتو کچه په مياشت کې له پنځه سوه زره ټنو څخه اويا زره ټنو ته راټيټه شوې ده.

په ورته مهال د بلخ سوداګرۍ خونه وايي چې حيرتان بندر کې د درې زرو تنو پانګوالو له ډلې يواځې پنځه سوه پانګوال پاتې او نورو ډېری سوداګرو خپلې پانګې له هېواده بهر کړې دي.

سوداګرو دغه څرګندونې د غويي په ١٣ مه، مزارشريف ښار کې د يوه رسنيز کنفرانس پر مهال وکړې.

د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس آرش يونسي وويل، چې دوه شپې وړاندې په کابل کې د نفتي توکو موټر د مسوولينو د بې غورۍ له امله وسوځېدل.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو وويل چې که حکومت جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو په حيرتان بندر کې به هم ورته ستونزه رامنځته شي.

يونسي زياته کړه: (( زموږ د سوداګرو له ۲۰ ډېر په تېلو او ګازو بار موټر په حيرتان کې په غير قانوني ډول درول شوي، مسوولين پلمه کوي چې ګني له ټاکلې اندازې زيات وزن لري په داسې حال کې چې موږ د ټولو ماليه هم خلاصه کړې ده، موږ ګواښ کوو که حيرتان کې زموږ موټر او تېل وسوځېدل نو مسوول به يې حکومت وي )).

هغه همدا راز وويل چې په دې وروستيو کې له درنو جرمونو سره د مبارزې اداره د ګمرکونو په چارو کې په ناقانونه ډول مداخله کوي چې له امله يې سوداګريزې چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د بلخ سوداګرۍ خونې رييس د اندېښنې په څرګندولو وويل، چې په حيرتان بندر کې پخوا شاوخوا درې زره سوداګرو پانګونه کړې وه؛ خو اوسمهال يواځې پنځه سوه پانګوال دغلته پاتې دي.

په شمال زون کې د نفتي توکو د اتحاديې مسوول عبدالمومن ضيايي خبريالانو ته وويل، ماليې وزارت يو شمېر تازه مقررې جوړې کړي، چې له شرايطو سره برابرې نه دي.

هغه زياته کړه، د حکومت له خوا په لوی لاس سوداګرو ته ستونزې جوړېږي چې له امله يې د وراداتو کچه هم په بېساري ډول راټيټه شوې ده.

نوموړي وويل: (( پخوا به په مياشت کې د آقينې بندر له لارې درې سوه زره ټنه نفتي توکي او حيرتان بندر له لارې دوه سوه زره ټنه نفتي مواد واردېدل؛ خو اوس په مياشت کې د دواړو بندرونو د نفتي موادو د وارداتو کچه له اويا زره ټنو څخه نه اوړي)).

د هغه په وينا، په لويو لارو کې د سيارو ګمرکونو په نوم ډلې له سوداګرو څخه په ناقانونه ډول اخاذي کوي.

د نفتي توکو او تېلو سوداګر ملک نادري ساپي پژواک ته وويل، چې سوداګر نور په لويو لارو کې له ناقانونه اخاذيو څخه په تنګ راغلي دي.

د هغه په وينا، څو ځله يې دغه ستونزه د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره شريکه کړې؛ خو په وينا يې چې چا يې غږ نه دی اورېدلی.

نوموړي وويل: (( له آقينې بندر نه نيولې تر کابل او له هغه اخوا هم رانه د لويو لارو يو شمېر امنيتي پوستې اخاذي کوي، که روپۍ ور نه کړو موټر مو توقف کوي او که روپۍ ورکړو نو تاوان سره مخ کېږو، حيران يو چې چاته ورشو او څه وکړو)).

هغه له ماليې او کورنيو چارو وزارتونو څخه غوښتنه وکړه چې د شمال زون د سوداګرو ستونزې دې حل کړي.

سوداګرو د دغه رسنيز کنفرانس په پای کې يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې حيرتان بندر کې پر نفتي توکو بار د ۲۰ موټرو د خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

په پرېکړه ليک کې سوداګرو ګواښ کړی که حکومت يې غږ ته مثبت ځواب ونه وايي؛ نو واردات به وځنډوي او په کاري اعتصاب به لاس پورې کړي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ ګمرک د مسوولينو نظر هم واخلي؛ خو څوک خبرو کولو ته حاضر نه شول.

جاويداحمد

ايډيټر: جاوېد هميم کاکړ

فطری

بشارت

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.