ښرنه (پژواک، ١٥ غويى ١٤٠٠): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د سر روضې ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په چاودنه کې وژل شوی دى.
د پکتيکا امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه درې بجې په سر روضې ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي چې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن جمعه شاه سرتېرو ته د مرستې لپاره په لاره و چې پر موټر يې ماين چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې قوماندان وژل شوى او درې ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
ارين زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه طالبانو د بغلان د بورکې ولسوالۍ نيولې او دغه راز په تخار ولايت کې يې د ملي امنيت د مفرزه قطعې اته سرتېري وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP