Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز د برېښنا رييس: یوشمېر کارکوونکي په فساد ککړ دي

کندوز ښار (پژواک، ١٦ غويى ١٤٠٠): د کندوز ولايتي شورا او د برېښنا رياست مسوولين دا تاييدوي چې د دغه رياست يو شمېر کارکوونکي په فساد ککړ دي او د عوایدو د لوړېدو مخه يې نيولې ده.

د کندوز ولايتي شورا غړي تېره ورځ د دغه ولايت د برېښنا رياست له چارو د څارنې په موخه دغه رياست ته ورغلي وو.

د دغه رياست د برېښنا کتاب کې د يو شمېر فابريکو د برېښنا سيستم پرې ښودل شوی دى.

خو کله چې د ولايتي شورا پلاوي د بېلګې په توګه د زغر غوړیو له يوې فابريکې څخه لیدنه کړې، په عادي ډول يې برېښنا درلوده.

د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ په دې اړه پژواک ته وويل چې ولايتي شورا د برېښنا رياست له چارو د څارنې په موخه دغه رياست ته يو پلاوى استولى و.

هغه وايي: ((هلته مو وليدل چې په کتاب کې د څو فابريکو برېښنا پرې ښودل شوې وه، خو کله چې مو د بېلګې په توګه يوه فابريکه له نږدې ولیده پنځه سوه زره افغانۍ لګښت يې کړى و.))

کاکړ دا هم وويل چې د برېښنا رياست کارکوونکو په ياد کتاب کې د دغې فابريکې مېتر سوځېدلى ښودلى و او دغې فابريکې ته يې زمينه برابره کړې وه چې د پنځه سوه زرو پرځاى ٤٠ زره افغانۍ تحويل کړي.

دغه راز د ولايتي شورا بل غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل، د برېښنا رياست کارکوونکي يو شمېر هغه مېترونه چې ډېر لګښت کوي له خاوند سره يې تر جوړجاړي وروسته سوځولى ښيي او يا کومه بله ستونزه په کې پيدا کوي.

دى وايي: ((دغه کار دوى د ځان لپاره کوي، ترڅو يو څو روپۍ ترلاسه کړي، د برېښنا په رياست کې ډېر لوړ فساد دى بايد جدي يې مخنيوی وشي.))

بل لورته د يادې فابريکې مسوول محمد يعقوب پژواک ته وويل، د برېښنا رياست کارکوونکو چې څه ورته ويلي، ده په هماغه کچه پیسې تحويل کړې دي.

هغه زياتوي: ((همدا اوس هم راته د برېښنا رياست نه زنګ راغی چې د ولايتي شورا پلاوى څارنه کوي، نو ستاسو برېښنا به د څو شېبو لپاره بنده کړو.))

ده وويل چې په تېرو څو کلونو کې يې د يوې شېبې لپاره هم برېښنا نه ده پرې شوې.

دغه راز په کندوز کې د برېښنا رييس امير محمد عظيمي پژواک ته وويل چې د دغه رياست يو شمېر مامورين په فساد ککړ دي.

هغه وايي: ((کله چې د يادې فابريکې دغه مسئله رامنځته شوې زه کابل کې په سفر وم، دې فابريکې ولا زما مامور ته پیسې ورکړي او دغه کار يې کړی دی.))

دى زياتوي چې د فابريکې مسوولين او اړوند مامورين بايد د يادې موضوع په اړه عدليي او قضايي ارګانونو ته ځواب ورکړي.

د يادونې ده چې د کندوز ترڅنګ په کابل او نورو ولايتونو کې هم خلک په برېښنا رياست کې له پراخ فساد څخه شکايتونه کوي او په دغه برخه کې د حکومت د يوه جدي اقدام غوښتونکي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.