منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

فساد

۴۰ راپورونه

راپورونه

غړي

قراردادونو کې فساد؛ امریکا د ولسي جرګې پر پخواني رییس رحماني او د هغه پر زوی بندیزونه ولګول

د امریکا مالیې وزارت په قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو اختلاس  او فساد له امله د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې په مشر میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني بندیزونه ولګول.

غړي

د هېواد د فوتبال له فدراسیونه د ځینو لوبغاړو شکایت؛ کارګر: پر فدراسیون د فساد تور حقیقت نه لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې درېیو لوبغاړو په یوه لیک کې فیفا او د اسیا فوټبال کنفدراسیون ته د هېواد د فوټبال په فدراسیون کې د فساد شکایت کړی، خو د دغه فدراسیون مسوولین وایي چې دا ادعاوې حقیقت نه لري.

غړي

«د اسلامي امارات له حاکمېدو سره فساد له منځه تللی او ټولو ته کاري فرصتونه برابره شوي»

په اقتصادي چارو کې د رییس‌الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو ته وویل چې د "اسلامي امارت" په واکمنېدو سره فساد له منځه تللی او حکومت ژمن دی څو سوداګرو ته د کار زمینې برابرې کړي.

غړي

د هرات په ګمرک کې اداري فساد کم شوی

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرچینې وايي، په افغانستان کې د نوي حکومت د کار له پیل سره د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد کچه راټیټه شوې ده. د هرات…

غړي

لویې څارنوالۍ د زابل د فساد قضیه کې د سرغړونې په جرم د ځینو څارنوالانو دندې وځنډولې

د لویې څارنوالۍ عالي شورا د اروزګان ولایت د کورني او بهرني امنیت جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د دغې څارنوالۍ پخواني رئیس له وظیفوي واک څخه د سرغړاوي راپور د تدقیق سپارښتنه وکړه.

نور راپورونه