ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو استازو له سراج الدین حقاني سره لیدلي

د ملګرو ملتونو استازو له سراج الدین حقاني سره لیدلي

author avatar
16 Sep 2021 - 09:01
د ملګرو ملتونو استازو له سراج الدین حقاني سره لیدلي
author avatar
16 Sep 2021 - 09:01

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۰): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو مرستیال له قوله لیکلي، ملګري ملتونه ډاډمن دي چې “اسلامي امارت” له فساد سره د مبارزې کلک هوډ لري.

تېره شپه ناوخته پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ د کورنیو چارو سرپرست ‎ملا سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیال ګیلیس میچود او په کابل کې د ملګرو ملتو د دفتر له مشرې دیبورالینز او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال له قوله لیکلي چې له طالبانو سره له نږدې لیدو یې هغه تبلیغات چې په تېرو شلو کلونو کې د دوی پر ضد شوي وو، منفي ثابت کړل او اوس نړۍ ته مثبت پيغام ورکوي.

هغه زیاته کړې، ملګري ملتونو ډاډمن دي چې “اسلامي امارت” له فساد سره د مبارزې کلک هوډ لري.

د سرچینې په وینا، افغانستان ته د ملګرو ملتونه راغلی پلاوی به له افغانستانه د امن، سوکالۍ او د ګډ کار د ژمنې او تعهد پيغام د ملګرو ملتونو سرمنشي ته ور وړي، له همدې امله به په راتلونکو ورځو کې افغانانو ته ښه زیري هم ولري.

Visits: 1210

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.