ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج مخکني ښاروال د فساد قضیو ته رسېدنه نه ده شوې

د زرنج مخکني ښاروال د فساد قضیو ته رسېدنه نه ده شوې

author avatar
26 May 2021 - 14:54
د زرنج مخکني ښاروال د فساد قضیو ته رسېدنه نه ده شوې
author avatar
26 May 2021 - 14:54

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د زرنج مخکنی ښاروال چې د ساختماني شرکتونو د میلیونونه افغانیو حیف و میل او پر دوستانو د دولتي ځمکو د وېش له امله دوه کاله مخکې د نیمروز ولایت استیناف څارنوالۍ ته معرفي شوی و، تر اوسه یې دې قضیې ته رسېدنه نه ده شوې.

د نیمروز ولایت مقام له خوا د دغه ولایت استیناف څارنوالۍ ته د ۲۲/۰۴/۱۳۹۹ نېټې د ۴۳۴ پر ۲۶۶ ګڼې مکتوب کې لیکل شوي: ((د ترلاسه شوو راپورونو او اسنادو له مخې، د زرنج ښاروال نور رحمان هوتک، هغه مهال (۱۳۹۸ کال) چې د خاشرود ولسوال او ښاروال دواړه په کابل کې وو، د نیمروز ولایت د ځمکو ریاست په همکارۍ خاشرود ولسوالۍ ته تللي، د ښاروالۍ د ادارو او ځمکو د مدیریت د دروازو بند قلفونه یې مات کړي او د خاشرود ولسوالۍ د ښاروالۍ او ځمکو مدیریت د اساس ټول کتابونه یې پر خپل سر له ځان سره زرنج ښار ته وړي دي.))

سرچینې لیکلي: ((د خاشرود ښاروال له کابله د بېرته راتګ پر مهال یاده موضوع د ۲۴/۰۳/۱۳۹۸ نېټې د ۳۲مې ګڼې مکتوب له لارې د نیمروز ولایت له مقام سره شریکه کړې، خو له بده مرغه د زرنج ښاروال د خبیثې کړۍ له خوا مخکې له دې چې مکتوب ولایت مقام ته ورسېږي، محوه شوی، څو ولایت له دې موضوع ناخبره پاتې شي، لکه څرنګه چې موږ د یادې ګڼې مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې ضمیمه شوی دی.))

په همدې ډول د نیمروز ولایت مقام په مکتوب کې لیکلي، نوموړی (د زرنج ښاروال نورالرحمان هوتک) د خاشرود ولسوالۍ له املاکي دفترونو په استفادې د استوګنې لسګونه نومرې ځمکه د بشپړو بلاکونو په بڼه، د خپلو دوستانو په نوم وېشلې ده.

سرچینې زیاته کړې: ((په ۲۰۷ بلاک کې د استوګنې ۸ نومرې ځمکه د غلام سرور د زوی سلیمان په نوم چې اوس مهال د چهاربرجک ولسوال او د زرنج ښاروال د خور خاوند دی، په ۲۰۶ بلاک کې ۱۲ نومرې د استوګنې ځمکه د عطامحمد د زوی عبدالقاهر چې د ښاروال د خور زوی دی، په نوم، په ۲۲۵ بلاک کې یې د استوګنې دوه نومرې ځکمه د فیض محمد د زوی بنیامین چې د زرنج ښاروال وراره دی، په نوم او د همدغه بلاک ۱۸ نومرې د استوګنې ځمکه یې د امیر محمد د زوی فیض محمد چې د زرنج ښاروال ورور دی، په نوم، په ۲۲۳ بلاک کې یې د استوګنې ۱۷ نومرې د خپلې ښځې روضیې چې د عبدالشکور لور ده، په نوم او په ۲۱۰ بلاک کې یې د استوګنې ۸ نومرې د خپل امنیتي ساتونکي عبدالروف چې د عبدالغني زوی دی، په نوم وېشلې چې د ملکیت سند یې ترتیب او وېشلی دی.))

د دغه مکتوب په یوه برخه کې راغلي، دغه راز یې د زرنج ښار د نوي تفصیلي ښارګوټي څو نومرې په وړیا ډول د ۱۰۰۰ افغانیو په بدل کې خپلې خور او نورو خپلوانو ته وېشلې دي چې د ملکیت د یادو اسنادو کاپي یې د خاشرود ښاروالۍ د اطلاعیې مکتوب له کاپي او هغو اسنادو سره چې په کومو ورځو کې املاکي دفترونه د زرنج ښاروال له خوا له خاشروده نیمروز ته لېږدول شوي، ضمیمه دي.

سرچینې لیکلي، د زرنج ښاروال د خپلې ادارې بودجې په حیف و میل کولو سره په کنګ ولسوالۍ او په خوابګاه سیمه کې د نهر لشکري ترڅنګ سلګونه جريبه ځمکه پېرلې او د مور په نوم یې قباله کړې ده.

د مکتوب له نقله، د نوموړي د دغه عمل له امله د زرنج ښاروالۍ بودجه صفر شوې ده، له همدې امله د یادې ادارې ټولو اداري او خدماتي پرسونل له تېرو درېیو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.

دغه راز زرنج ښاروالي د ساختماني او سړک جوړونې د هغو شرکتونو چې د دې ادارې لپاره یې کار کړی، میلیونونه افغانۍ پوروړې ده.

د مکتوب په بله برخه کې ویل شوي، د زرنج ښاروال د دې ادارې د بودجې پر حیف او میل سربېره له بانک څخه د قراردادي شرکتونو د ضمانت پیسې ایستلې چې له بده مرغه د مصرف مدرک یې معلوم نه دی.

د دغه مکتوب په پای کې چې د نیمروز ولایت استیناف ریاست ته لیکل شوی، راغلي: ((د نوموړي (نورالرحمان) د شخصي غرور له امله د هغه د حاضرۍ ټولې خانې د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې له لومړې نېټې تر اوسه (۲۲/۰۴/۱۳۹۹) نه دي لاسلیک شوې چې د حاضرۍ د پاڼو کاپي یې ضمیمه شوې ده. له دې امله له هغه سره د زرنج ښاروال نورالرحمن هوتک د جعل، فساد او له دندې د ناوړه استفادې (۲۸) پاڼې تاسو ته د څېړنو لپاره لېږل شوې دي.))

په ورته وخت کې د نیمروز ولایت مقام یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، د زرنج پخواني ښاروال نورالرحمن هوتک خپلو خپلوانو ته د ځمکو پر وېش تورن دی او ډېرې پیسې یې حیف و میل کړې دي.

نوموړي دې ته په اشاره چې دی اوس مهال “په غرب زون کې د درنو جرمونو د مسوول” په توګه دنده ترسره کوي، وویل، له همدې امله یې قضیې ته رسېدنه نه کېږي.

د نیمروز ولایت د زرنج پخواني ښاروال نورالرحمن هوتک له پژواک سره په ټيلېفوني اړیکه کې په فساد کې لاس لرل، د میلیونونو افغانیو حیف و میل، خپلوانو ته د ځمکو د وېش مسئله تایید یا رد نه کړه خو ویې ویل، ډېر داسې اسناد لري چې د نوموړي بې ګناه توب ثابتوي، خو هغه یې پژواک ته ونه سپارل.

هغه وویل، په نیمروز ولایت کې د ځینو کړیو د دسیسو قرباني شوی او دغه کړۍ د کمال خان بند جوړېدو مخالفې وې او د ده ورور یې هم وواژه، خو د کړیو نوم یې په ډاګه نه کړ.

نوموړي زیاته کړه، دوسیه یې په عدلي او قضایي مرکز کې شته، کار پرې روان دی او په نږدې راتلونکي کې به یاد ارګان د هغه د قضیې په اړه تصمیم ونیسي.

هغه روښانه کړه: ((اړوند برخو ته مې لازم اسناد لېږلي، له دې امله اوس مهال د ویلو لپاره څه نه لرم او نه غواړم وړاندوینه وکړم، ښايي ځیني ځای ملامت یم او ښايي هېڅ ملامت نه یم، پرېږدئ چې عدلي او قضايي مرکز خپل کار وکړي.))

هوتک په دې اړه چې اوس مهال په غرب زون کې د درنو جرمونو په برخه کې دنده ترسره کوي، وویل، اوس مهال هیڅ رسمي دولتي دنده نه لري او د قضیې پر تعقیب بوخت دی.

خو د کورنۍ یوه غړي یې چې د پژواک خبریال د هوتک د نظر ترلاسه کولو لپاره ورسره اړیکه نیولې وه، هم ویل چې نوموړی اوس مهال په غرب زون کې د درنو جرمو په برخه کې دنده ترسره کوي.

په ورته وخت کې د نیمروز ولایت د ښارجوړونې او ځمکو رییس عبدالقدیر چې نیمروز ولایت ته په لېږل شوي مکتوب کې یې له عبدالرحمان هوتک سره همکارۍ ته اشاره شوې، پژواک ته وویل، دا موضوع دوه کاله مخکې وخت پورې اړوند ده چې د زرنج ښار د هغه وخت د ښاروال او ورسره مل پلاوي په وسیله رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه: ((د هغه وخت له والي او ښاروال سره زما اړیکې، قضا او مناسبات ښه نه وو او دا موضوع هغه مهال رامنځته شوه چې زه په نیمروز ولایت کې نه وم.))

نوموړي وویل، په خاشرود ولسوالۍ کې یې یوه کارکوونکي په جریان کې کړ، کله چې خبر شو د موضوع د رسمي کېدو اقدام یې وکړ، خو په دغه ولایت کې ځينو کسانو د موضوع د رسمي کېدو مخه ونیوه.

عادل دې ته په اشاره چې په یاد مکتوب کې یې نوم نه دی یاد شوی، وویل چې یوازې د نیمروز ولایت د ځمکو ریاست همکارۍ ته اشاره شوې چې هغه هم یوه تېروتنه ده.

پژواک خبري اژانس له یوې اوونۍ راهیسې هڅه وکړه چې په دې اړه د نیمروز ولایت مقام له دفتر سره خبرې وکړي، که څه هم څو ځلې یې ژمنه وکړه خو تر اوسه یې په دې اړه له پژواک سره جزئیات نه دي شریک کړي.

بلخوا د نیمروز ولایت استیناف څارنوالۍ رییس صابر غفوري پژواک ته وویل، د زرنج د پخواني ښاروال نورالرحمن هوتک پر فساد د تورنېدو رسمي مکتوب له دې ادارې سره شریک شوی دی.

هغه زیاته کړه چې قضیه له اداري فساد سره د مبارزې له څارنوالۍ سره شریکه شوې او هغه اداره به یې په اړه تصمیم ونیسي.

پژواک وغوښتل په دې اړه د لویې څارنوالۍ د ویاند نظر هم ولري خو نوموړي په دې اړه معلومات ورنه کړل.

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.