ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینې کسان په سختو نظارتي شرایطو کې د تذکرو د وېش برخه کې کمېشن کاري کوي

ځینې کسان په سختو نظارتي شرایطو کې د تذکرو د وېش برخه کې کمېشن کاري کوي

author avatar
1 Dec 2021 - 17:54
ځینې کسان په سختو نظارتي شرایطو کې د تذکرو د وېش برخه کې کمېشن کاري کوي
author avatar
1 Dec 2021 - 17:54

کابل(پژواک، ۱۰لیندۍ۱۴۰۰): سربېره پر دې چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش برخه کې د فساد د مخنیوي لپاره اقدامات جدي شوي خو لاهم ځینې کمېشن کاران وايي، کولای شي د ۲۵۰۰ تر ۱۰زره افغانۍ په بدل کې یو کس ته په یوه اونۍ کې پېژندپاڼه واخلي.

دغه راز د پژواک خبریال کابل ښار کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ځینې مرکزونو ته ورغلی دی. د تذکرو غوښتونکو په یو شمېر مرکزونو کې له بېنظمۍ، د اسنادو او تذکرو د طی مراحل پر مهال له تېروتنو شکایت درلود.

مسوولین وايي چې د تذکرو په طی مراحلو کې د فورم ډکول، ثبت، د فورم ارزونه او د پیسو ورکړه، بایومتریک، د تذکرو چاپ او بایومتریک شامل دي چې په یوه اونۍ کې ناممکن دي، دوی وايي چې دغه بهیر له ۱۰ تر ۱۵ ورځو وخت نیسي.

خو یو شمېر مرکه کېدونکو پژواک ته ویلي چې د تذکرو ځينې تقاضا کوونکي کمېشن کارانو ته د پیسو د ورکړې په بدل کې له یوې اونۍ په لږ وخت کې تذکرې اخلي.

د برېښنايي تذکرو د وېش له مرکزونو بهر کمېشن کاران

پژواک ترلاسه کړې چې یو شمېر کسان چې د تذکرو د وېش له مرکزونو بهر د اسنادو فوتوکاپۍ برخه کې بوخت دي ــ کمېشن کاري هم کوي.

خبریالان لومړی همداسې یو کس ته ورځي او پوښتنه ترې کوي چې داسې څوک پېژني چې له یوې اونۍ په کم وخت کې هغه ته تذکره واخلي؟

دغه کس چې ځان یې مشتاق معرفي کړ مثبت ځواب ورکوي او وايي: ((په یوه اونۍ کې د یوې تذکرې اخیستو په بدل کې ۱۰زره افغانۍ اخلو.))

د پژواک خبریال ورته وايي چې ۱۰زره افغانۍ ډېرې دي او باید کمې یې کړي، مشتاق په ځواب کې وايي: ((وروستۍ بیه، له یوه کس څخه ۸زره افغانۍ هم کېږي.))

دغه کمېشن کار په داسې حال کې چې ویل یې له یوې اونۍ په کم وخت کې تذکره اخیستلای شي روښانه کړه، د بایومتریک لپاره باید خپله کس حاضر وي او دوی ته له بایومتریک وروسته ۸زره افغانۍ ورکړي.

هغه د خبریال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا په داخل کې څوک پېژني چې یاد بهیر پر مخ بیايي داسې ځواب ورکړ: ((هو نو! په هغه کې ستا کار نشته.))

په مجازي نړۍ کې کمېشن کاري

محمدآغا نوری در گروپ فیسبوک زیر نام «خدمات آنلاین نوری» مطلبی تحت عنوان «خدمات عاجل سریع و ارزان تذکره الکترونیکی » شریک نموده است.

محمد اغا نوري د «خدمات انلاین نوري» په نوم فېسبوک ګروپ کې د «خدمات عاجل سریع و ارزان تذکره الکترونیکی» په نوم پوسټ شریک شریک کړی دی.

یاد ګروپ لیکلي: ((نوري د انلاین خدماتو دفتر، ستاسو د کور مخې ته خدمات، ارزانه او چټک خدمات، په بشپړ ډاډ او باور، دغه فرصت له لاسه ورنه کړئ. بیړه وکړئ، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د برېښنايي تذکرو انلاین نوم لیکنه، تخفیف، تخفیف، تخفیف، د واټس اپ لپاره انلاین نوم لیکنه، کورنۍ او یوازې … د اړیکې شمېره 0784048650، واټس اپ شمېره 0779864709.))

پژواک په یاد پوسټ کې له شته ټلېفون شمېرې سره اړیکه ټینګه کړه، یو کس چې ځان یې عمران معرفي کړ وویل، د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو برخه کې کار کوي.))

نوموړي په دې اړه چې کولای شي له یوۍ اونۍ په لږ وخت کې تذکره واخلي وویل: ((که کاغذي تذکره ولری، یو کس ته په ۱۰۰ ډالر له پنځو ورځو تر یوې اونۍ وخت کې تذکره اخلو.))

هغه زیاته کړه: ((تذکره به مو جعلي نه وي، په سایټ کې بایومتریک کېږي، زه کس پېژنم او د تایمني له مرکز څخه درته تذکره اخلم.))

عمران د کمېشن کارۍ پیسو کې د تخفیف په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: ((که د کورنۍ غړي مو ۸ کسان وي، نو ۷۵۰ ډالر ورکړئ.))

په ورته وخت کې د «برېښنايي تذکرو نوم لیکنه» په نوم یوه بله پاڼه کې لیکل شوي: ((… د برېښنايي تذکرو نوم لیکنه پیل شوې خو د مخکې په پرته توپیر لري، زموږ موخه له خلکو سره مرسته ده او هیله من یو وکولای شو په دې سختو اقتصادي شرایطو کې د افغانستان له ګران ملت سره همکاري وکړو. که تاسو غواړئ نوم لیکنه وکړئ، موږ په کم لګښت او لږ وخت کې په معیاري او دقیق ډول نوم لیکنه کوو. د ډېرو معلوماتو لپاره په دغه واټس اپ نمبر بیغام ولېږئ۰۷۹۷۴۲۷۹۳۴.))

  د فساد او کمېشن کارۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات

د پژواک خبریال د «ثبت نام تذکره الکترونیکی»  پاڼه کې له شریکې شوې شمېرې سره اړیکه ټینګه کړه او د انجنیر حسیب الله په نوم یو کس وویل، یوازې د فورم ډکولو برخه کې کار کوي.

هغه په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تذکرې ته بیړنۍ اړتیا لري او د انلاین فورم ډکولو ترڅنګ د بیړنۍ تذکرې د اخیستو برخه کې د پیسو په بدل کې همکاري وکړي داسې ځواب ورکړ: ((تاسو کورنۍ ته نوم لیکنه کوئ که یوازې؟))

نوموړي زیاته کړه: ((زه په داخل کې یو کس لرم او د یو کس د تذکرې ۲۵۰۰ افغانۍ کېږي، خو اوس دغه کارونه یو څه سخت شوي دي.))

نوموړي ۱۰ دقیقې وروسته بیا اړیکه ټینګه کړه او وویل: ((ما خپل کس ته زنګ وکړ او راته وویل، نشم کولای، ځکه زموږ څو همکاران د همدې کار په خاطر منفک شول.))

هغه زیاته کړه: ((اوس طالبانو جدي نیولې، نشي کولای چې څه کار وکړي.))

په څلورو ورځو کې د تذکرې اخیستل

د سمیر احمد په نوم د کابل ښار اوسېدونکی وايي، د تذکرو د وېش بهیر له بیا پیلېدو وروسته یې د بیروبار او ګډوډۍ له امله ونشو کړای ځان او د کورنۍ شپږو غړو ته تذکره واخلي.

هغه زیاته کړه: ((یوه ورځ برق نه و، یوه ورځ به یې یو شمېر کارکوونکي نه وو، د ډېر زیات بیروبار له امله مې خپله ونشو کړای په رسمي او قانوني ډول تذکره واخلم.))

احمدي وویل: ((له همدې امله مې ونشو کړای تذکره واخلم، یوه همکار مې کمېشن کار راته معرفي کړ، له نېکه مرغه همدې کس راته په څلورو ورځو کې د هر یوه تن لپاره په ۴۰۰۰ افغانۍ تذکره واخیستې.))

نوموړي زیاته کړه: ((دغه کس د کارته چهار سیمې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز کې ارتباطي کس لري، ماته یې له کوم جنجال پرته تذکره واخیسته.))

د ده په خبره، ارتباطي کس د تذکرې ټولې مرحلې یوه اونۍ مخکې طی کړې او دی یې د کورنۍ له نورو غړو سره یوازې یوه ورځ بایومتریک وغوښت، په همدې ورځ له نوبت پرته بایومتریک شول او ارتباطي کس یې تذکرې د کور مخ ته وروړې او پیسې یې ترلاسه کړې.

د کابل ښار د خیرخانې د سرکوتل اوسېدونکې بي بي ګل چې سرای شمالي سیمه کې د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ته د زوی د عمر د اصلاح کولو لپاره راغلې وايي: ((د زوی عمر مې یې تذکره کې دوه کاله ډېر رسولی، غواړم عمر یې اصلاح کړم، هر څومره چې وګرځېدم ګټه یې ونه کړه، یوه کمېشن کار راته وویل چې ۲۰۰ ډالر راکړه په درې ورځو کې دې کار جوړوم.))

نوموړې وايي چې تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې د فساد او کمېشن کارۍ د مخنیوي لپاره د قیوداتو وضعه کېدو سربېره لاهم کمېشن کاران له خلکو د یوې تذکرې په بدل کې ۱۰۰ امریکايي ډالر غواړي وویل: ((زه له دې خبرو سره موافق نه یم، ښايي فساد شوی وي خو په دې کچه نه چې ویل کېږي، فساد هم د کابل مخکنۍ ادارۍ مامورین کوي، موږ هڅه کوو چې دوی تر تعقیب لاندې ونیسو ترڅو د فساد مخه ونیول شي.))

کمېشن کاري له مخکې موجوده وه

د بي بي حاجي په نوم د کابل ښار د کارته پروان ۶۵ کلنه اوسېدونکي وايي: ((درې تذکرې مې درلودې، غوښتل مې ټولې لغوه کړم ترڅو یوه قانوني تذکره ولرم، کارته پروان کې د نفوسو د احوالو ثبت مرکز کې مې یو امنیتي مسوول کوښې ته کړ او ورته ومې ویل، که په دې برخه کې راسره مرسته وکړي، یاد کس چې ځان یې عارف معرفي کړ وویل، کولای شي راسره مرسته وکړي خو ډېرې پېښې تر درې سره ډالرو په کار دي.))

نوموړې وویل: ((خبره مې یې ومنله، هره اونۍ کې ۵۰۰ ډالر اخیستل، کله یې چې ۳۰۰۰ ډالر واخیستل نو نادرکه شو، ټولې پیسې یې له ځان سره یوړې.))

د ګډوډۍ د موجودیت په اړه شکایتونه

مرکه کېدونکو پژواک ته ویلي چې د پېژندپاڼو د وېش په مرکزونو کې د نوم، تخلص، عمر، کال او نورو برخو کې تېروتنې کېږي او په ځینو مرکزونو کې ډېر بیروبار او ګډوډي ده.

د کابل ښار اوسېدونکې شکیلا داوري چې د تذکرو اخیستو لپاره د مکروریان اول مرکز سیمه کې د تذکرو د وېش مرکز ته راغلې وه وايي، د تذکرو تقاضا کوونکي ډېر زیات دي او له امله یې دغه مرکز کې ګډوډي رامنځته شوې ده.

هغې ادعا لري چې په دغه مرکز کې نوبت نه مراعات کېږي او ځينې کسان کې واسطه ولري له نوبت پرته داخل ته ځي.

هغې له مسوولینو وغوښتل چې د نظم رامنځته کېدو لپاره لازم اقدام وکړي.

د اسنادو په طی مراحلو کې تېروتنې

د کابل ښار د سمنت خانې سیمې اوسېدونکی احمد نصیر وايي چې د زړو مکروریانو په سیمه کې د تذکرو د وېش مرکز کارکوونکو یې د زوی تخلص ناسم رسولی دی.

هغه وویل: ((مخکې له دې چې تذکره چاپ شي ډېر شورماشور مې وکړ، خو هېچا مې غږ نه اورېد او د زوی تذکره مې په ناسم تخلص چاپ شوه.))

۵۵ کلن کس چې سرای شمالي سیمه کې د نفوسو د احوالو د ثبت برخې د مرکزي احصایې د مرستیال د سکرتر دفتر ته راغلی و په لوړ غږ وویل: ((د خدای (ج) لپاره، د لور نوم مې سما دی او ۱۵ کاله عمر لري، خو د یوې ۵۵ کلنې ښځې شهرت یې ورته رسولی دی، تذکره یې بیخي غلطه چاپ شوې خو څوک مې غږ نه اوري.))

یاد کس چې ډېر خپه ښکارېده وویل: ((دومره بې غوري! له یوې میاشتې وروسته تذکره چاپ شوه او رایې کړه، دا یې هم ناسمه چاپ کړې ده.))

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په ځینو مرکزونو کې ښايي بیروبار او ګډوډي شته وي، خو کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې ډېر تر ژره یې مخه ونیسي.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 286

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.