ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشري: د فساد اړوند څېړنیز راپورونه د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون له خوا څېړل کیږي

بشري: د فساد اړوند څېړنیز راپورونه د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون له خوا څېړل کیږي

author avatar
24 Jul 2021 - 15:43
بشري: د فساد اړوند څېړنیز راپورونه د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسیون له خوا څېړل کیږي
author avatar
24 Jul 2021 - 15:43

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۰) : د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وایي چې له دې وروسته د رسنیو له خوا د اداري فساد په اړه خپرېدونکي ټول څېړنیز راپورونه د دوی له خوا اروزل کیږي.

دغه کمېسیون چې په دې وروستیو کې د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي حکم پر اساس جوړ شوی، په کې د اداري فساد په تړاو یو شمېر نورې ملي ادارې هم ورسره یو ځای شوې دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د مطبوعاتو رییس فیروز بشري د زمري په ۲مه، له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د باز رس اداره، د شتمنیو د ثبت اداره، میک او له فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت ادارې په دغه کمېسیون کې ضم شوې دي.

هغه زیاته کړه، دغه کمېسیون پنځه کمېشنران لري او د لویې څارنوالۍ پخوانی مرستیال قیوم نظامي د کمېسیون مشري کوي.

بشري وویل چې له دې وروسته د رسنیو له خوا د اداري فساد په اړه خپرېدونکي څېړنیز راپورونه به د دوی د کمېسیون له خوا څېړل کیږي.

د نوموړي په وینا، د دې لپاره یې یو میکانیزم جوړ کړی چې که د رسنیو د راپورونو له مخې، پر چا فساد ثابت شو، نو نیغ په نیغه څارنوالۍ او محکمې ته معرفي کیږي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون د مطبوعاتو رییس له عامو خلکو څخه وغوښتل چې د اداري فساد په اړه چې هر ډول معلومات، اسناد او شواهد لري، هغه دې له کمېسیون سره شریک کړي.

د هغه په وینا، د دوی هویت به پټ ساتل کیږي.

فیروز بشري وایي چې له فساد سره مبارزه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده او دا د دوی ملي دنده او مکلفیت دی چې له هېواد څخه د فساد ټغر ټول کړي.

ده زیاته کړه : ” په ټول حکومت کی فساد نه دی، څو تنو مفسدینو د ټول حکومت نوم بد کړی دی. ”

نوموړي وویل چې مفسد په هېواد کې او له هېواده بهر خوندي نه پاتې کیږي او حتما به یوه ورځ ځواب ورکوي.

د هغه په وینا، د لویو مفسدینو د نیولو او عدلي او قضایي ارګانونو ته د معرفي کولو لپاره له لویې څارنوالۍ سره خبرې روانې دي.

فیروز بشري زیاتوي، د فساد پر ضد مبارزه باید پر یوه ملي فرهنګ بدله شي، مفسد باید د قوم، سمت او له سیاسي ګوندونو او چارواکو سره د اړیکو پر اساس له حساب کتاب څخه پاتې نه شي.

Visits: 226

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.