جلال اباد (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې صرافانو د یوه صراف د تښتول کېدو په غبرګون کې کار بندیز کړی او ځایي چارواکي یې د دوی د امنیت په ساتنه کې په پاتې راتلو پړه وګڼل.
صرافانو ویلي، په خپل وخت یې حکومت سره موضوع شریکه کړې؛ خو د څو ورځو په تېرېدو یې لا هم کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دوی وایي، که صراف خوشې نه شي کاربندیز به یې دوام ولري، خو ولایتي اداره وایي چې امنیتي ادارو د تښتول شوي تن د خلاصون هڅې پیل کړې دي.
د جلال اباد صرافۍ مارکېټ نن د غويي په ۱۶مه وروسته تر هغه د احتجاج په توګه وتړل شو، چې پنځه ورځې وړاندې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې ناپېژاندو وسله والو یو صراف وتښتاوه.
د ننګرهار ولايت د صرافانو د اتحاديې مشر غلام مصطفی رحيمي وویل، همغه وخت یې د ولایتي ادارې په ګډون له نورو لوړو پوړو چارواکو سره موضوع شریکه کړې؛ خو د څو ورځو په تېرېدو یې لا هم کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.
دی د صرافانو امنیت خوندي نه بولي او وایي، په دغه برخه کې ورسره حکومت هم کړې ژمنې نه دي عملي کړې.
ننګرهار مېشتي سوداګر هم د جلال اباد نا امني او دوی ته متوجه ګواښونه هغه څه یادوي، چې په سوداګرۍ يې بد اغېز کړی او ان ځینې خو د خپلو پانګو ایستلو ته اړ شوي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې غړي ډاکټر مخلص وويل چې مسوول امنیتي چارواکي په خپلو دندو کې پاتې راغلي او وايي، تر هغه چې تښتول شوی صراف خوشې نه شي خپلو احتیجاجونو ته به دوام ورکړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پژواک اژانس ته وويل چې والي ضياء الحق امرخېل امنيتي ادارو ته په دغه برخه کې د جدي ګامونو پورته کولو امر کړی دی.
تر دې وړاندې هم سوداګرو دوی ته د متوجه امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې ښودلي او ویلي یې وو که روان وضعیت همداسې دوام وکړي، نو نه یواځې دا چې نور څوک به پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي، بلکې شته سوداګر به هم د وتلو په هڅه کې شي.