Language

د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۷ تدارکاتي موارد منظور کړل

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۰): د ملي تدارکاتو کمېسیون د کټواز رسوبي حوزې د جاذبوي هوایي او مقناطیسي سروې پروژې په ګډون ۱۷ تدارکاتي موارد منظور کړي دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه زياتوي، په دې غونډه کې د کټواز رسوبي حوزې د لوړ کیفیت د جاذبوي هوایي او مقناطیسي سروې پروژې په ګډون چې یوه ملي او ارزښتمنه پروژه ده او له څه مودې راهیسې ځنډېدلی وه، ۱۷ تدارکاتي موارد د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته منظور شول.

سرچينه کاږي، پر یادو پروژو د بحث پر مهال، ولسمشر غني یو ځل بیا د داخلي تولیداتو پر ملاتړ ټینګار او په اړه یې تدارکاتي بنسټونو ته لازمې لارښوونې وکړې.