ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي

په سمنګان کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي

author avatar
6 May 2021 - 17:31
په سمنګان کې د سېلابونو له امله پنځه کسان مړه شوي
author avatar
6 May 2021 - 17:31

ایبک (پژواک،۱۶غویی۱۴۰۰): د سمنګان د دره صوف پایین ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو د پنځو کسانو ژوند واخیست او د دغې ولسوالۍ مواصلاتي لاره د څو کیلو مترو سړک د خرابوالي له امله د بلخ ولایت مزارشریف ښار سره پرې کړې او د ډبرو سکرو لېږد درېدلی دی.

د دره صوف پایین ولسوال عبدالیقین احمدي، پژواک ته وویل، تېر ماښام د سختو بارانونو او ږلۍ له امله د دغې ولسوالۍ په مقصود، چوبکي، تاجک دهي او سرخ کوتل کلیو کې سېلابونه راوتلي دي.

د ده په وینا، د دغو سېلابونو د راوتلو په پایله کې د یوې ښځې او څلورو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او دوه مېرمنې ټپیانې شوې دي.

ده زیاته کړه چې پر ځاني تلفاتو سربېره د دغو سېلابونوله امله یو کیلو متر پوخ سړک او څو کیلومتره فرعي سړکونه، د یوه ښوونځي او دوو مدرسو ودانۍ، ۱۵ کیلو متره کانال، ۴ د کرنې سربندونه، ۳ موټر او  سلګونه کورونه ويجاړ شوي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

د دره صوف ولسوال د معلوماتو په اساس، دغه سېلابونه د چپچل کوتل او خوش دره چې د دره صوف او مزارشریف د سړک ترمنځ موقعیت لري، راوتلي او د یوه کیلو متر په اندازه پوخ سړک يې ویجاړ کړی دی او له همدې امله مزارشريف ته د دره صوف بالا او د دره صوف پایین ولسوالیو لارې پرې شوې او له تېر ماښام راهیسې د دره صوف له کان نه د ډبرو د سکرو لېږد درېدلی دی.

یقین وویل، له دغې لارې نه هره ورځ ۴۰۰ باربري موټر د دره صوف بالا ولسوالۍ له دهانه تور او شباشک کانونو نه مزار شریف ښار ته د ډبرو سکرو په لېږد بوخت دي.

د ده په وینا، له دغو کانونو څخه د ډبرو سکرو د لېږد په درېدو سره هره ورځ دولت لسګونه ميليونه افغانۍ زيان ويني.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوه ورځو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د سمنګان مرکز ایبک، روی دواب، دره صوف بالا او پایین ولسوالیو کې پر ډېرو مالي زیانونو سربېره د دوو مېرمنو، څلورو ماشومانو او شپږو نارینه وو په ګډون ۱۲ مړه شوي.

سیمه ییزو سرچینو پژواک ته ویلي چې تراوسه پورې یوې مرجع هم له زيانمنو کورنیو سره مرستې نه دي کړي او زیانمن له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

Views: 10

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.