ژبه

د اسلام‌کلا بندر اورلګېدنه کې ۱۵ ټانکر موټر سوځېدلي

مرضیه حسینی

۹ تله ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۴

Views: ۲

هرات (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه د عملیاتي ټیمونو او امنیتي ځواکونو په ګډو هڅو مهار شوې ده؛ خو ۱۵ ټانکر موټر په بشپړ ډول سوځېدلي او درې نور یو څه زیانمن شوي دي.

د یادونې ده، تېره ورځ ماښام (چهارشنبه، د تلې ۸مه) د هرات ولایت په اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه رامنځته شوې وه.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې د دغه ریاست د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي امر قاري حذیفه ویلي چې د اورلګېدنې له رامنځته کېدو وروسته عملیاتي ټیمونه سیمې ته استول شوي او د اور مړ کولو او نورو برخو ته یې د پراخېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دغو ټیمونو د امنیتي ځواکونو او ادارو په همکارۍ، له پرله‌پسې هڅو وروسته وتوانېدل چې اورلګېدنه په بشپړه توګه مهار کړي.

د نوموړي په خبره، د لومړنیو څېړنو له مخې، د نفتي توکو ۱۵ ټانکرونه په بشپړ ډول سوځېدلي او درې نور بیا یو څه زیانمن شوي دي.

قاري حذیفه ویلي چې د اور له مړ کېدو وروسته هم عملیاتي ټیمونه په سیمه کې حضور لري او د بیاځلي اورلګېدنې د مخنیوي په موخه ساحه له نږدې څاري او ارزوي.

مسوولین وایي چې تر اوسه د اورلګېدنې لامل او له امله یې د اوښتو زیانونو کره کچه نه ده معلومه او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات وړاندې شي.