منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د هرات په اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنه

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۳ کتنې

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د هرات د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د اسلام‌کلا په بندر کې اورلګېدنه رامنځته شوې او د اوروژنې ځواکونه د اور د مهار او د خپرېدو د مخنیوي لپاره سیمې ته رسېدلي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني ویلي، په اسلام‌کلا بندر کې د اورلګېدنې له رامنځته کېدو وروسته د دې قوماندانۍ د اوروژنې ځواکونه له اړینو تجهیزاتو سره سیمې ته استول شوي دي.

حسیني زیاته کړې چې د اور د مهار او مړه کولو او نورو سیمو ته یې د خپرېدو د مخنیوي هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، د اورلګېدنې د لامل او احتمالي زیانونو د کچې په اړه نور جزیات به له اړینو څېړنو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

اسلام‌کلا بندر د هرات له مهمو سوداګریزو او ګمرکي مرکزونو څخه دی او هره ورځ ګڼ باروړونکي موټر او سوداګریز توکي له دې لارې لېږدول کیږي.