کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۰): ولسمشر غني له یو شمېر زده کوونکو او محصلینو سره د اختر مبارکۍ پر مهال د لیلیو د ستونزو پر حل د ټینګار تر څنګ وویل:« له دې وروسته د سولې مالکیت او مدیریت افغاني دی او زموږ په اراده او طرحه به مخته ځي. »
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني تېر ماښام د کابل ښار لېسو او پوهنتونونو د لیلیو له یو شمېر زده کوونکو او محصلینو سره د اختر مبارکي وکړه.
سرچینه لیکي، د دې کتنې په پیل کې یو زده کوونکي او یوې محصلې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ یې زده کوونکو ته د ولسمشر د پاملرنې او د نوموړي د سوله ییزو هڅو مننه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، هغوی پر دې په ټینګار چې شاته نه ګرځي او ښځې نورې څوک په کور کې نه شي ایسارولی، د تعلیمي کیفیت د لوړولو او د لیلیو ستونزو د حل په برخه کې خپلې غوښتنې مطرح کړې.
سرچینه زیاتوي چې وروسته ولسمشر غني وویل چې د لیلیو د ستونزو د حل په موخه دې اړوندې ادارې خپلې برنامې، تحلیلونه او مشخص وړاندیزونه شریک کړي تر څو د حل په برخه کې یې اقدام وشي.
غني ویلي چې لیلیې باید غیرسیاسي، غیرنظامي او مطلقې ملي وي او د قواعدو او مقرراتو په اساس مدیریت شي.
ده پر یووالي ټینګار کړی ویلي یې دي:« کله چې اتفاق او اتحاد ولرو، هیڅوک موږ ته ماتې نه شي راکولی.»
ولسمشر زیاته کړې چې له دې وروسته د سولې مالکیت او مدیریت افغاني دی او «زموږ په اراده او طرحه به مخته ځي»
ده دا هم ویلي چې باید ځوان نسل د یووالي، له اساسي قانون، ټاکنو او جمهوریت څخه د ملاتړ غږ تر پخوا زیات لوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې پروسه، په تېره وروسته له هغه چې ناټو او امریکا اعلان وکړ چې خپل ځواکونه د روان کال تر سپټمبر پورې له افغانستانه باسي، له خنډ سره مخ شوې ده.
طالبان وایي چې د هغوی او امریکا متحده ایالتونو د دوحې هوکړې له مخې باید ټول بهرني ځواکونه تر روانې مې میاشتې له افغانستانه وتلي وای. هغوی د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې تړون خلاف بولي او ټینګار کوي چې د دغې هوکړې له مخې باید د هغوی نور بندیان هم خوشي شي او د مشرانو نومونه یې له تور نوملړ څخه وایستل شی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP