ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه په حکومت کې د سرپرستۍ فرهنګ پای ته رسولو لپاره ژر اقدام کوي

ولسي جرګه په حکومت کې د سرپرستۍ فرهنګ پای ته رسولو لپاره ژر اقدام کوي

author avatar
17 May 2021 - 16:35
ولسي جرګه په حکومت کې د سرپرستۍ فرهنګ پای ته رسولو لپاره ژر اقدام کوي
author avatar
17 May 2021 - 16:35

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۰): د ولسي جرګې څو غړو د اوربند غوښتنه وکړه، خو د طالب بندیانو خوشي کېدو په اړه یې د غني پر شنه څراغ نیوکه وکړه او د فلسطین له مسلمانانو د ملاتړ ترڅنګ یې وویل چې په حکومت کې د سرپرستۍ فرهنګ پای ته رسولو لپاره ژر اقدام کوي.

اوس مهال مالیې، پوهنې، اطلاعات او کلتور، ښځو چارو وزارت، کلیو او پراختیا وزارت، عامې روغتیا وزارت، کورنیو چارو وزارتونه او مرکزي بانک، ستره محکمې شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون او افغان سره میاشت د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

پوهنې، ښځو چارو، اطلاعات او کلتور، کلیو پراختیا وزارتونه او مرکزي بانک د هغو سرپرستانو لخوا اداره کېږي چې لسي جرګې د نوماندۍ پر مهال رد کړي دي.

په ورته وخت کې مالیې، کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو په داسې حال کې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي چې وزیرانو یې له ولسي جرګې د تایید رایې ترلاسه کړې خو ولسمشر له دندو ګوښه کړي دي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق نظري د جرګې رییس ته په خطاب وویل: ((تر کومې محافظه کاري کوې، هغه وزیران چې د باور رایې یې ترلاسه کړې له دندو ګوښه شول، خو پر ځای یې سرپرستان معرفي شوي چې ځواب ورکوونکي نه دي او تجربه نه لري.))

هغه په ادارو کې د سرپرستۍ کلتور پای ته رسولو پر وړاندې د دې جرګې د تصمیم نیونې غوښتنه وکړه.

په جرګه کې د کندهار د خلکو استازې ملالۍ اسحاق زۍ وویل: ((د قانون په کوم ځای کې راغلي څو هغه کسان چې له جرګې یې رایې ترلاسه کړې له دندو ګوښه کېږي، خو پر ځای یې بې تجربه سرپرستان او نامې څېرې معرفي کېږي.))

هغې هم په ادارو کې د سرپرستۍ کلتور د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: ((په هغه ادارو کې چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي فساد اوج ته رسېدلی دی.))

د جرګې نورو غړو هم هغو ادارو ته د نوماندانو د معرفي کېدو غوښتنه وکړه چې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

د ولسي جرګې رییس د سرپرستانو د کار دوام د قانون او اصولو خلاف وباله او وویل، د دې جرګې د رییسانو کمېټې د رییسانو د پرېکړې له مخې د غبرګولي په پنځمه به جرګه په ادارو کې د سرپرستۍ فرهنګ د پای ته رسولو په تړاو تصمیم ونیسي.

د اووه زره طالب بندیانو خوشي کېدل

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون له مخې پنځه زره طالب بندیان خوشي شوي، طالبان اوس وايي چې د دغه تړون له مخې باید اووه زره نور بندیان هم خوشي شي.

حکومت د طالبانو له دې غوښتنې سره مخالف کوي، خو ولسمشر غني درې ورځې مخکې د المان له اشپیګل مجلې سره مرکه کې ویلي، په هغه صورت کې به د اووه زره نورو طالب بندیانو له خوشي کېدو سره م وافقه وکړي چې دغه کار د سولې د ټینګښت لامل شي.

خو په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق نظري د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د غني دغه څرګندونو ته په اشاره وویل: ((د دغه ډلې د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کېدو له لاسه په غذاب شوو، که اووه زره بندیان خوشي شي زرګونه نور افغانان به په خاورو او وینو ککړ شي.))

په جرګه کې د کابل د خلکو استازي سید محمد محمدي په دې اړه وویل: ((که دا ځل طالب بندیان چې د پنجاب نوکر او غلامان دي خوشي شي افغانستان به سقوط وکړي، طالبان جنایتکاران دي، نوکر او غلام دي، او باید اجازه ور نه کړل شي چې ددې ډلې بندیان خوشي شي، له دې پرته به تاوتریخوالی ډېر شي او دغه ډل پر هغه څه عمل نه کوي چې ژمنه یې کوي.))

د نوموړي په خبره، د اووه زره بندیانو په خوشي کېدو به د مخالفینو لیکې تقویه او د تاوتریخوالي د ډېرېدو لامل به شي.

د اوربند ټینګښت

طالبانو د کوچني اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی و. امریکا، اروپايي ټولنې او افغان حکومت د دغه اوربند د دوام غوښتنه وکړه خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه داسې مرحلې ته نه دي رسېدلي چې اوربند وغځېږي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د درېیو ورځو په تېرېدو سره نظامي حرکتونه په داسې حال کې بېرته پیل شوي چې د جګړې دوام د سولې هر توافق ته زیان رسوي.

هغه د ټول شموله توافق، عادلانه او پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره د تازه اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل، اوربند د سولې د ټینګښت لپاره لاره برابروي.

د هغه په خبره، درې ورځني اوربند د خلکو ترمنځ هیله مندي رامنځته کړې وه او طالبان باید د خلکو دغه حقه غوښتنې ته لبیک ووايي.

د جرګې ځينو نورو غړو هم په هېواد کې د دایمي اوربند د ټینګښت غوښتنه وکړه او وویل، اوربند د سولې ټینګښټ او سولې خبرو دوام ته لار برابروي.

د فلسطین له مسلمانانو ملاتړ

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي عبدالظاهر تمیم پر فلسطین د اسرایلي نظامیانو بریدونه جنګي جنایت او بشر ضد عمل یاد کړ او وویل: ((جنایتکاران وحشي چې د فلسطین په اوبو او خاورو کې رېښه نه لري له ځمکې او هوا مسلمانان په شهادت رسوي او د هغو اسلامي هېوادونو مشران چې د نورو لخوا اداره کېږي خپل غږ نه پورته کوي.))

د جرګې ځينو نورو غړو هم پر فلسطین د اسرایلي نظامیانو پر بریدونو نیوکه وکړه او له اسلامي هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان وغوښتل چې په فلسطین کې د نسل وژنې او جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي.

د ولسي جرګې رییس هم پر مسلمانانو یاد بریدونه وغندل او دغه اقدام یې جنګي جنایت او بشر ضد عمل وباله او له ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو کنفرانس سازمان وغوښتل چې د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل رول ترسره کړي.

هغه د دغو بریدونو د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه وکړه او وویل، د نړۍ ټول مسلمانان باید د هغه ظلم پر وړاندې چې فلسطیني مسلمانانو په حق کې روان دی خپل غږ پورته کړي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.