کابل (پژواک، ۲۸غویی ۱۴۰۰): حزب اسلامي وایي، ولسمشرغني، پخوانی ولسمشر کرزی او د دغه ګوند مشر حکمتیار د واکونو لرونکې «دولت عالي شورا» پر جوړښت سلا شوي، خو که دا کار ونه شي، د بې واکه شورا جوړښت ګټه نه لري.
خو د حکومت د رسنیو مرکز مشر وایي، تر اوسه نه ده معلومه چې دغه شورا به څه واکونه لري او د غړو شمېر به یې څو تنه وي. د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند بیا وایي، «ډېر سیاسیون او مشران» په هغه شورا کې ګډون نه کوي چې غني یې مشري کوي.
د حزب اسلامي یوه مخکښ غړي همایون جریر پژواک خبري آژانس ته وویل، چې دغه ګوند له پخوا د دولت عالي شورا په جوړېدو ټینګار درلود او شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډه ناسته کې د سولې لپاره د واحدې طرحې جوړېدو او سیاسي ملي اجماع د رامنځته کېدو په موخه وپتیل شوه چې داسې یوه شورا جوړه شي.
د هغه په وینا، د یادو درېیو مشرانو تر منځ د دولت عالي شورا د جوړښت لپاره دوه ځانګړنې په پام کې نیول شوې وي. دی وایي، له دغو ځانګړنو یوه دا وه چې د غړو شمېر به یې محدود (له اووه تر اتو تنو) وي او بله دا چې شورا به د هېواد په کچه د مهمو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو واک لري.
جریر وایي، غني، کرزی او حکمتیار سلا شوي وو چې د یادې شورا غړي به د هغو مهمو ګوندونو مشران وي چې د ډېرو خلکو استازیتوب کوي او د هېواد پر سوله او جګړه اغېز لري.
جریر وویل، ټاکل شوې وه دغه شورا له یادې ناستې وروسته په اتو ورځو کې جوړه شي، خو دغه چاره د اختر رخصتیو له ځنډ سره مخ کړه. ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې دا مهال د دغې شورا د جوړښت په اړه خبرې روانې دي.
ده وویل: «یو شمېر ولسمشر ته نږدې کسان او هغه کسان چې ارګ کې دي غواړي د دغې شورا غړيتوب کې د ارګ پلویان زیات شي. حکمتیار صاحب، د [وحدت اسلامي ګوند مشر] کریم خلیلي، [د جمعیت اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر صلاح الدین رباني]، [د حزب وحدت مردم افغانستان مشر] محمد محقق او نور غواړي چې د شورا غړي کم او با صلاحیته وي؛ غیر له هغه د یوې بې صلاحیته شورا جوړېدل هیڅ ګټه نه لري.»
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د مطبوعاتي چارو مسوول عبدالفتاح احمدزی هم وایي چې ولسمشر غني له څو ورځو راهیسې هڅې پیل کړي چې د سولې لپاره سیاسي اجماع را منځته کړي.
خو د ده په وینا، اکثریت سیاسیون او مشران په هره هغه شورا کې ګډون نه کوي چې د غني په مشرۍ جوړه شي.
د احمدزي په وینا، د دولت شورا له جوړېدو موخه دا ده چې ولسمشر یې له لارې خپلې د سولې طرحې ته مشروعیت ورکړي او دغه طرحه د افغانستان د سولې په اړه استانبول کې جوړېدونکي کنفرانس ته وړاندې کړي.
د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال د یادې شورا په اړه وایي چې د سولې سیاسي اجماع لپاره سلا مشورې روانې دي او ډېر ژر به وروستۍ شي.
ده زیاته کړه:« تر اوسه نهایي شوې نه ده، دا هم لا معلومه نه ده چې د دغې شورا د واکونو حدود به څومره وي، غړي به یې څوک وي، څو کسان به وي او نوم به یې څه وي.»
ده وویل: «یو شی واضح دی چې دغه شورا د جمهوریت واحد صف دی او ټول په یوه خوله دي چې د جمهوریت، اساسي قانون، ملي بنسټونو او تېرو شل کلونو لاسته راوړنو ساتنه باید وشي.»
Views: 390
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن