کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ١٤٠٠): د پوهنې وزارت وايي چې د ښوونکو کمښت ته په کتو ولسمشر اشرف غني د حق الزحمه ښوونکو د بېرته ګومارلو وړانديز منلى دى.
حکومت تېر کال د حق الزحمه ښوونکو دندې له منځه وړې وې چې له امله يې نه يواځې ښوونځي د ښوونکو له کمښت سره مخ وو، بلکې زرګونه کسان بېکاره شول.
په بېلابېلو ولايتونو کې حق الزحمه ښوونکو لاريونونو هم وکړل او له حکومته يې خپل حقونه غوښتل.
د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هېواد کې د زده کړو پرمختګ او د ښوونځيو زده کوونکو ته د غوره او په انډول برابر ښونيزې چوپړتياوې وړاندې کولو په لړ کې د ښوونکو رول خورا مهم او ارزښتناک دى.
سرچينې زياته کړې، د پوهنې وزارت مشرتابه د پرله پسې هڅو او په ښوونځيو کې د ښوونکو کمښت ستونزې ته په کتو سره، ماليې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسيون سره په همغږۍ رامنځته کولو کې بريالى شو چې د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د هدايت پر بنسټ، په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل په موخه د حق الزحمه ښوونکو د جذب لړۍ د ازادې سيالۍ له لارې پيل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده لړۍ کې د روڼتيا خونديتوب لپار د ګډونوالو تحصيلي اسناد دې د معتبرې سرچينې له تایيدۍ وروسته اخيستل کېږي، ښوونکي به له بايومټريک وروسته معاشونه د بانک له لارې اخلي او په دې توګه به دندو ته وګومارل شي.
سرچينې ويلي چې پوهنې وزارت مشرتابه د ولسمشر د دغه اقدام او هدايت هرکلى کوي او ډاډه دى چې د يادو ښوونکو په ګومارلو سره به په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر يوه بريده هواره شي.
دغه وزارت ويلي چې د حق الزحمه ښوونکو د جذب لړۍ به د پوهنې رياستونو له خوا ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP