کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۰): یو شمېر هېوادوال وایي، پر دې سربېره چې کرونا نړۍ ولړزوله او په بېلابېلو برخو کې یې بدې اغېزې پرېښودې، خو د بشریت لپاره یې لوی درسونه هم درلودل چې باید خوندي شي.
هغوی وایي چې د کرونا خپرېدل د دې لامل شو چې د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونه روغتیایي برخې ته ډېره پاملرنه وکړي، د کرونا له خپراوي وروسته ځیني بندیزونه د ناوړه دودونو د مخنیوي لامل شول، د حفظ الصحې رعایتول ډېر او تر ټولو مهمه دا چې کرونا ویروس د خلکو ترمنځ د یووالي او خواخوږۍ لامل شو.
کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په ۲۴مه نېټه د چین په مرکز اوهان ښار کې خپور شو او ورو ورو د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ورسېد. په افغانستان کې لومړۍ مثبته پېښې د هماغه کال د کب میاشتې په پنځمه په هرات کې ثبت شوه چې تر اوسه ۶۳زره او ۸۰۰ کسان پرې اخته شوي چې له ډلې یې ۲۷۵۱ کسان مړه شوي دي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۱۶۳ میلیونه کسان پر کرونا اخته شوي چې تر ۱۴۳ میلیونه ډېر بېرته رغېدلي او تر ۳،۳ میلیونه ډېر مړه شوي دي.
په ټوله نړۍ کې د کرونا له خپرېدو وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان ځینې لارښوونې، لکه په مکرر ډول د لاسونو مینځل، ماسک تړل، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه تلل او د دوه متري فاصلې مراعاتو وضع کړل.
کرونا د دې لامل شوه چې دولت روغتیایي برخي ته ډېر پام وکړي:
د ښځو چارو وزارت کارکوونکې وحیدې ابراهیمي پژواک ته وویل، کرونا ویروس د دې پر ځای چې خلک یې له مالي زیان سره مخ کړل، ګټې هم یې درلودې چې سترګې نه شي ترې پټېدای.
هغې زیاته کړه: “له کرونا مخکې روغتیایي برخې ته لږ پام کېده، خو کله چې کرونا خپره شوه، روغتونونه یې پر طبي وسایلو سمبال کړل.”
نوموړې هیله څرګنده کړه چې په روغتیایي برخه کې دغه لاسته راوړنې باید وساتل شي او په راتلونکي کې دې هم دغې برخې ته جدي پاملرنه وشي.
د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي احمد کریم وویل، له بده مرغه د کرونا ویروس بېلابېلو برخو ته ډېر زیانونه واړول، بېکاري دېره شوه، د خلکو اقتصاد خراب او ترمنځ یې روانې اندېښنې ډېرېدې.
نوموړي دې ته په اشاره چې د کرونا خپرېدنه له ګټو هم خالي نه ده، زیاته کړه چې د دې ناروغۍ له خپرېدو وروسته روغتیايي برخې ته د دولت او نړیوالې ټولې پاملرنه ډېره شوې ده؛ په داسې حال کې چې له کرونا وړاندې دې برخې ته لږ پام کېده.
کریم له حکومته وغوښتل چې په روغتیایي برخه کې پانګونې ته د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړي.
د کابل اوسېدونکي محمد حسن حقیار هم روغتیا برخې ته پاملرنه ضروري بولي او وایي چې په افغانستان کې له کرونا مخکې روغتیايي برخې ته لږ پام کېده او دغه برخه تر یوې کچې له پامه غورځول شوې وه.
هغه زیاته کړه، ټولو ته معلومه ده چې د کرونا ویروس خپريدو پر مهال حکومت ټول روغتونونه د وينټلاټورونو او اکسېجن په ماشینونو او نورو وسایلو سمبال کړل.
د فراه په ولایتي روغتون کې د رواني او روعتیايي برخې ډاکتر محمد سالم پژواک ته وویل: “کرونا په لومړي قدم کې را راوښوده چې موږ په هېواد کې پیاوړي روغتیایي سیستم او اقتصاد ته اړتیا لرو؛ څو په راتلونکي کې وکولای شو دغه ډول پېښې پر ځان بسیا ډول په خپله مدیریت کړو.”
هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د کرونا پېښو له ډېرېدو وروسته حکومت هڅه وکړه چې په روغتیایي برخه کې ډېره پانګونه وکړي او دغه برخه باید د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای ولري.
نوموړي وویل، له نېکه مرغه د افغانستان حکومت وکولای شول په هېواد کې د کرونا ناورین ښه مدیریت کړي او ان تر ځینو هېوادونو یې ښه عمل وکړ.
ډاکتر سالم وویل چې د کرونا روغتیايي برخې ته باید پاملرنه دوام ولري او حکومت تل دغې برخې ته، همدا ډول پام وکړي.
د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت تېر کال په هېواد کې د کرونا ناروغانو ساتنې لپاره د ۳۵۰۰ بسترونو فعالولو خبر ورکړی او ویلي یې وو چې ۲۷زره نور بسترونه په ولسوالیو کې هم فعالېږي.
دغه راز د کرونا د مثبتو پېښو له خپرېدو وروسته عامې روغتیا وزارت یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونه او نور ځایونه لکه دارالامان ماڼۍ د کرونا ناروغانو د بستر لپاره ځانکړي کړل او تر دې چې په ځینو ولایتونو کې یې د نوو روغتونونو د جوړېدو ډبرې کېښودې.
د کرونا ناروغانو درملنې د هڅو په دوام کې لسګونه وينټلاټورونه وپېرل شول او په ټولو روغتیايي مرکزونو کې اکسېجن چمتو شو.
د عامې روغتيا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري پژواک ته وویل چې د کرونا ناروغۍ خپرېدو پر مهال د افغانستان حکومت ښه پروګرامونه ترسره کړل او ویې کولای شول چې دغه ناورین په ښه ډول مدیریت کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه وزارت اوس هم د کرونا له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره پلان برابر کړی چې ولسمشر هم تایید کړی خو د پلان په اړه یې معلومات وړاندې نه کړل.
نوموړي ومنله چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس له پیله ښې تجربې ترلاسه کړې او هڅه کوي په ټولو روغتیایي برخو کې دا ډول پاملرنه وشي.
د روغتیا ساتنې ته پام ډېر شو:
د بدخشان په ولایتي روغتون کې د داخله ناروغیو مختصص ډاکتر اجمل دروېش پژواک ته وویل: “له روغتیایي لارښوونو سره د خلکو اشنا کېدل، د شخصي او چاپېریالي روغتیایي ټکو جدي په پام کې نیول، د کرونا له مهمو لاسته راوړنو دي.”
نوموړي زیاته کړه، په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې یو شمېر داسې کسان وو چې شخصي او چاپېریالي حفط الصحه یې لږ مراعاتوله چې له همدې امله په خلکو کې مکروبي ناروغي ډېرې وې.
د هغه په خبره، د کرونا په لومړیو کې ډېری خلکو روغتیایي لارښوونې لکه ماسک تړل او دستکش په لاسونو کول او د لاسونو مینځل ډېر په پام کې نه نیول؛ خو د کرونا مثبتو او له امله یې د مړینو پېښو ډېروالي اړ کړل چې شحصي او چاپېریالي حفظ الصحې ته جدي پام وکړي.
ډاکتر اجمل خلکو ته لارښوونه وکړه چې له دې وروسته هم هماغه ډول چاپېریالي او شخصي روغتیا ته پام وساتي.
په زرنج ښار کې دیني عالم قاري رحمت الله هم د شخصي او چاپېریالي روغتیا ساتنې ته پام، د کرونا د مهال له مهمو لاسته راوړنو بولي.
هغه وویل: “د اسلام سپېڅلی دین هم د حفظ الصحې او جسم او روح پر پاکوالي ټینګار کوي، موږ افغانان چې الحمدالله مسلمانان یو او ډېری خپل نظافت ته پام کوو، د ورځې پنځه وخته اودس کوو چې د ناپاکیو پاکوونکی دی؛ خو ځیني خلک دواړو مسئلو، یعنې جسمي او روحي پاکوالي ته پاملرنه نه کوي.”
نوموړي زیاته کړه: “د کرونا ګټه دا وه چې خلک یې د شحصي او چاپېریالي حفظ الصحې رعایتولو ته اړه کړل، بله ښيګڼه یې دا وه چې هغه مهال اخلاقۍ فساد هم لږ شوی و.”
هغه وایي ، کرونا هغو کسانو ته هم جدي خبرداری دی چې په اخلاقي فساد کې ښکېل دي؛ ځکه خدای (ج) وښوده چې په خپل لږ غضب په اسانۍ ټوله نړۍ له منځه وړلی شي.
د ناوړه دودونو مخنیوی:
مرکه کوونکو ویلي چې په وروستیو کلونو کې ځیني ناوړه دودونه او بهرني کلتونورونه کله د ودونو ملا ماتوونکي مراسم، شېریني خورۍ، د غم په مراسمو کې خیراتونه چې اسلام اجازه نه ورکوي، د ډېرېدو په حال کې وو؛ خو د کرونا له خپريدو او قرنطین وروسته په دغو مواردو کې تر یوې کچې لږوالی راغلی دی.
د نیمروز په زرنج ښار کې قومي مشر احمد خان غوري پژواک ته وویل، کرونا خلکو ته یو داسې درس هم ورکړ چې له اړتیا پرته لګښتونو څخه ډډه وکړي.
هغه د کرونا خپرېدو د نورو ګټو په اړه وویل: “د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تګه مو ډډه وکړه، خپل د خوښۍ مراسم مو په محدود ډول او مهربانۍ ترسره کړل، څو روغ پاتې شو.”
نوموړي وویل چې د کرونا له خپرېدو مخکې په لویه کچه مراسم ترسره کېدل او سلګونه کسان په یوه ځای کې راټولېدل، دغه ناوړه دودونه چې اسلام هم اجازه نه ده ورکړې، په ډېرېدو وو.
هغه څرګنده کړه: “د مړي په کور کې د ماتم پر مهال د لسګونو کسانو لپاره مراسم ترسره کول چې د اسلام د دین خلاف دي، په زیاتېدو وو؛ خو د کرونا ویروس له خپرېدو او کرنتین سره د دغه ډول مراسمو په ترسره کولو بندیز ولګېد او یو شمېر خلکو کوچني مراسم ترسره کول چې ځینې یې لا هم په همدغه ډول مراعاتوي.”
د کابل ښار خیرخانې د درېیمې حصې اوسېدونکي حفیظ الله وویل: “د کرونا ښه توب دا و چې د کرنتین پر مهال مې وکولای شول د خپل زوی واده په لږ لګښت ترسره کړم، کرونا او د کرنتین اعلان زما لپاره ښه چانس و؛ ځکه اقتصاد مې ډېر خراب دی او که کرنتین نه وای، تر لسو کلونو مې هم نه شو کولای غټ مراسم ونیسم.”
هغه زیاته کړه چې خلک باید هماغه کلتور [د خوښۍ کوچني مراسم] دود کړي او د غټو مرسمو له ترسره کولو چې سلګونه کسان په کې ګډون کوي او اقتصاد ته کلک زیان اړوي، ډډه وکړي.
هغه د غم مراسمو لکه د درېیمې ورځې، جمعې شپې، څلوېښتمې ورځې ترسره کولو په اړه چې سلګونه کسان ورته رابلل کېږي، وویل چې د دغه ډول مراسمو ترسره کول بدعت او د اسلامي اصولو خلاف کار دی.
کرونا د خلکو ترمنځ د یووالي او خواخوږۍ لامل شوه:
ځینو مرکه کوونکو ویلي چې د کرونا د خپرواي پر مهال په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه د خلکو ترمنځ یوالی او خواخوږي ډېره شوه.
د نمیروز د عامې روغتیا رییس ډاکتر فریدالله نصرت وویل: “پر دې سربېره چې کرونا زیانونه هم درلودل، د نړۍ خلک یې لړزول، او د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ په رامنځته کولو سره په نړۍ کې زرګونه کسان مړه شول؛ خو ښه توبونه یې هم درلودل او نړیوالو ښې تجربې ورڅخه زده کړې.”
هغه زیاته کړه: “د کرونا خپراوي د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د یووالې، پیوستون او مرستې درس ورکړ. یو کس به چې ناروغېده، د هغه د رغېدو لپاره به څومره مرستې موجودې وې، ښه ده تر دې چې د سړک پر غاړه پروت وي او نور هم پرې اخته شي.
نوموړي وویل چې له کرونا دغه اخیستل شوی مثبت درس باید هېر نه شي او د خلکو ترمنځ همکاري چې د اسلام دین هم پر هغه ټینګار کوي، همداسې ډول دوام وکړي.
په هرات کې دیني عالم سید محمد شېرزاد په دې اړه وایي: “کرونا د دې لامل شوه چې ټول ملت یو بل ته لاس ورکړي څو له دې ستونزې د وتلو لار پیدا کړي او ټول هېوادونه هڅه کوي څو ښه واکسین نړۍ ته وړاندې کړي چې د کرونا ویروس مخنیوی وشي.”
هغه له خلکو وغوښتل چې خپل دغه پیوستون وساتي او د جګړ او تاوتریخوالي په څېر په نورو قضیو کې هم په نړیواله کچه یو بل ته لاس ورکړي او د مذهب، موقعیت او ژبې له په پام کې نیولو پرته له دغو ستونزو د وتلو لار ولټوي.
شېرزاد زیاته کړه: “د کرونا خپرېد د هېودوالو ترمنځ د یووالي احساس رامنځته کړ او پیاوړو هېوادونو له بېوزلو هېوادونو سره مرسته وکړه، نړۍ د ویروس معلومولو لپاره د ماشینونو رامنځته کولو هڅه وکړه او لابراتوارونه یې جوړ او نړۍ ته وړاندې کړل چې په حقیقت کې عملي پرمختګ وشو او یووالی یې را رامنځته کړ.”
په هرات کې مدني فعال جواد عمید پژواک ته وویل: “کرونا چې بشریت ته درس ورکړی، دا دی چې ښایي ژوند ډېر لنډ وي او موږ باید د یو بل درناوی وکړو او یو کوچني ویروس چې په سترګو نه لیدل کېږي؛ کولای شي په میاشتو موږ له یو بل څخه لرې کړي.”
هغه زیاته کړه: “هغه څه چې کرونا ماته راښودلي، دا دي چې ژوند تر هغه څه چې فکر یې کوو ډېر لنډ دی او د ژوند د هرې شېبې په قدر باید پوه شو او له کورنۍ او خپلوانو سره مهربان وه اوسو او دا مو هم زده کړل چې په داسې شرایطو کې باید دوري او دوستي په لازم ډول رعایت کړو.”
نوموړي په پای کې وویل چې د کرونا لاسته راوړنې باید وساتل شي او هغه ښه عادتونه چې خلک په هغه وخت کې ورسره اشنا شوي، همداسې دوام ولري.
دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن