ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: طالبان تر درېيو نورو مياشتو هم حکومت سره د خبرو مېز ته نه حاضريږي

صالح: طالبان تر درېيو نورو مياشتو هم حکومت سره د خبرو مېز ته نه حاضريږي

author avatar
26 May 2021 - 19:55
صالح: طالبان تر درېيو نورو مياشتو هم حکومت سره د خبرو مېز ته نه حاضريږي
author avatar
26 May 2021 - 19:55

خوست ښار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح خوست کې يوې ولسي غونډې ته په خبرو کې وويل، چې وسله وال طالبان نه غواړي درې مياشتې نور هم افغان حکومت سره د سولې خبرو مېز ته حاضر شي.

صالح غونډې ته وويل، طالبان تمه لري چې په پاکستان کې د ديني مدرسو پرمټ چې دا مهال په رخصتيو دي، په افغانستان کې جګړه توده وساتي.

نوموړي وويل: ((زه فکر کوم چې تر ژمي پورې دوی خپل اخري زور ازمايي او د ژمي په پای کې تاسو يقين وکړئ، چې طالب به نه يواځې د سياسي له اړخه مات وي، د نظامي له اړخه هم دوی ماتيږي.))

امرالله خپلو خبرو کې وويل، هره ورځ چې سوله ځنډيږي او يو افغان وژل کيږي، ګرم طالب دی، ځکه د هغه په وينا حکومت حاضر دی سر له سبا اوربند اعلان کړي او د جګړې پر ځای د جرګې په ډګر خبرې وکړي.

هغه وويل، طالب په نظامي لحاظ دا جګړه هيڅکله نه شي ګټلی او هغه امتياز چې دوی نن د سولې له لارې لاسته راوړلی شي، د جنګ له لارې يې هيڅکله نه شي راوړلی.

ده زياته کړه: ((هيڅ امکان نه لري، چې سل کاله نور هم طالب ټوپک په لاس ولري او جنګ ته ادامه ورکړي؛ امکان د دې نه لري چې طالب حتی د انتخاباتو د لارې ولايتي شورا رياست لاسته راوړي.))

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح وويل، هغه لامل چې طالبان له ټاکنو وېرېږي هم، همدا دی.

نوموړي همدا ډول غونډې ته وويل، دوی سولې ته د رسېدو په برخه کې هر ډول قربانۍ ته حاضر دي او ولسمشر چمتو دی چې خپله انتخابي دوره را لنډه کړي، خو دا هر څه بايد د قانون په اساس وي.

هغه وويل: ((موږ طالبانو ته وايو چې راځئ د سولې حکومت جوړ کړو. د سولې حکومت موده نه بايد د هيڅ شرايطو په اساس نه بايد د موږ له دورې څخه اوږده تره وي، دا بيا د قانون په خلاف ده. د سولې د حکومت په دوره کې بېرته ورشو خلکو ته، چې هر چاته دوی رايه ورکړه، هغه د افغانستان مشروع ملي زعامت په غاړه واخلي.))

امرالله صالح وويل، د طالبانو د تشويش د رفعې په خاطر حاضر دي، دوی په يادو ټاکنو کې ځانونه هم نوماند نه کړي او بل هر حکومتي چارواکی چې غواړي په دغوو ټاکنو کې ځان نوماند کړي، بايد مخکې له مخکې استعفا ورکړي.

نوموړي غونډې ته زياته کړه، که طالبان دا هم نه مني، نو را دې شي د يوې ګډې لويې جرګې په ترڅ کې چې د افغانستان پخوانی دود دی، په ټولو اختلافي مسايلو بحث وکړي او يوه د حل لاره چې ټولو ته د منلو وړ وي، را وباسي.

دی وايي: ((تاسو ولې د خپلو افغانانو څخه شرمېږئ، د دوی سترګو ته نه شئ کتلی. له څه شي څخه ډارېږئ. راځئ په لويه جرګه کې به کېنو، ستاسو کسان به وي او زما کسان به وي، په دې کې ان شاءلله موافقې ته رسيږو. طالب ځانته افغان وايي او افغان وي، ولې له لويې جرګې څخه خپله پښه کاږي او نه غواړي چې موږ سره کېني.))

صالح همدا ډول د افغان حکومت اوسنی ارګ د افغانستان په معاصر تاريخ کې يواځنی متحد ارګ وباله او د سولې پر وړاندې يې دريځ يو او روښانه ياد کړ.

وسله والو طالبانو بیا د امرالله صالح د دې څرګندونو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.