ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د کرونا ۹۷۷ تازه پېښې ثبت شوې دي

په هېواد کې د کرونا ۹۷۷ تازه پېښې ثبت شوې دي

author avatar
28 May 2021 - 16:54
په هېواد کې د کرونا ۹۷۷ تازه پېښې ثبت شوې دي
author avatar
28 May 2021 - 16:54

کابل (پژواک، ۷ غبرګولى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۹۷۷ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ۱۸ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غبرګولي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۳۸۰۰ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۹۷۷ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۱۰۷ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ۳۵۰ کسان په کابل، ۹۹ په بلخ، ۶۹ په پروان، ۶۳ په کندهار، ۵۶ په کندوز، ۵۰ په لوګر، ۴۱ په تخار، ۳۱ په ميدان وردګو، ۳۰ په ننګرهار، ۲۷ – ۲۷ په کاپيسا او غزني، ۲۵ په لغمان، ۲۰ – ۲۰ په بغلان، بدخشان او پنجشېر، ۱۳ په اروزګان، ۱۰ په نورستان، ۸ په فارياب، ۷ په هرات، ۶ په نېمروز، درې په خوست او ۲ په زابل ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۵۷ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۷۱۱۹ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۱۸ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٨۹۹ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٦٩ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٤٥ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.