ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: که لازم تدابیر ونه نیول شي کرونا ویروس پراخېږي

د عامې روغتیا وزارت: که لازم تدابیر ونه نیول شي کرونا ویروس پراخېږي

author avatar
29 May 2021 - 18:39
د عامې روغتیا وزارت: که لازم تدابیر ونه نیول شي کرونا ویروس پراخېږي
author avatar
29 May 2021 - 18:39

کابل (پژواک،۷ غبرګولی۱۴۰۰): د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره پر لازمو تدابیرو ټینګار کوي او د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د اړتیا په صورت کې د پوهنتونونو ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت نن په داسې حال کې اعلان کړی چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ۱۶ ولایتونو (کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار،پکتیا، پروان، میدان وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز) ښوونیز مرکزونه دوه اوونۍ رخصت دي چې په دې وروستیو کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی او تېره ورځ (غبرګولی ۷ مه) په ټول هېواد کې ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح کابل کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له مسوولیتو سره په ګډه خبري نسته کې د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې پر همکارۍ ټينګار وکړ او ویې ویل، که د کرونا ناروغۍ درېیمه څپه په «خپل عقل، هوش او تدبیر مدیریت نه کړو» د یاد ویروس د خپرېدو مخه نه نیول کېږي او ښايي بحران رامنځته کړي.

هغه ټینګار وکړ چې خلک دې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په جدي ډول مراعات کړي.

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو د ټینګار ترڅنګ وویل: ((دا د مرګ او ژوند مساله ده، زموږ میلیونونه ماشومان ښوونځي ته ځي، په دې هیله چې تر راتلونکو دوو اوونیو وضعیت ښه شي او زموږ شاګردان بېرته ښوونځينو ته لاړ شي.))

هغې د هغو ولایتونو له مسوولینو او ښوونکو چې قرنطین نه دي وغوښتل چې ښوونکي او زده کوونکي له ماسک استفاده وکړي او د امکان تر کچې دوه متره ټولنیز واټن مراعات کړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر په دې خبري ناسته کې وویل: ((موږ د امکان ترکچې هڅه وکړه چې پوهنتونونه رخصت نه شي، خو د ځان ساتنه هم شرط ده. په نننۍ ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ټولو وقایوي اصولو د تطبیق په موخه په مرکز او ولایتونو کې د ۱۶ پوهنتونونو ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړو.))

په هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبت پېښه تېر کال د کب په پنځمه په هرات ولایت کې ثبت شوه، وروسته  دغه ویروس د هېواد نورو ولایتونو ته هم خپور شو. د دغه ویروس د لومړۍ څپې پر مهال د کرونا ناروغۍ مثبت پېښې ۹۱۷ ته ورسېدې او عمومي قرنطین وضعه شوی و، خو د دویمې څپې پر مهال یې د ورځینو مثبت پېښو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته رسېد او هغه مهال هم ښوونیز مرکزونه رخصت شوي وو.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې افغانستان کې تر ۷۰ زره ډېرې مثبت پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۲۸۹۹ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه ټوله نړۍ کې تر ۱۷۰ میلیون ډېر کسان پر کرونا اخته شوي او څه باندې ۳٬۵ میلیون کسانو یې له امله ساه ورکړې ده.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.