ترينکوټ (پژواک، ١٧ غبرګولى ١٤٠٠): په اروزګان کې ځينې سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د ګېزاب ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې ده خو حکومتي مسوولين بيا دغه څرګندونې ردوي.
د ګېزاب ولسوالۍ پخواني ولسوال عبدالله د غبرګولي په ١٧مه پژواک ته وويل چې نن سهار له ګېزاب ولسوالۍ د ملي اردو وروستۍ قرارګاه هم ټوله شوې او ټوله ولسوالۍ يې طالبانو ته پرېيښې ده.
دى وايي: ((نن سهار د ملي اردو سرتېري او ولسوال د دايکنډي ولايت بيري سيمې ته تللي او د ګېزاب ټوله ولسوالۍ يې طالبانو ته پرېيښې ده.))
دغه راز يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د ګېزاب ولسوالۍ په بشپړ ډول نيولې ده.
ځينو رسنيو داسې عسکونه او ويډيوګانې هم خپاره کړي چې په کې ښکاري، د ګېزاب ولسوالۍ له يوې قرارګاه څخه سرتېري د وتلو په حال کې دي.
خو بل لور ته د اروزګان د والي وياند احمدشاه ساحل د ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.
هغه وايي چې ولسوالۍ اوس هم د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.
بل لور ته طالبان هم د ولسوالۍ د نيولو خبره تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه د ګېزاب ولسوالۍ د ولسوال محمد نعيم په ګډون ٦٥ حکومتي سرتېري طالبانو ته تسليم شوي او دغه ولسوالۍ يې طالبانو ته سپارلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبانو په تېره يوه مياشت کې د ١٥ نورو ولسواليو د نيولو ادعا هم کوي خو حکومتي مسوولين دغه څرګندونې ردوي او وايي چې امنيتي ځواکونو له ځينو ولسواليو تاکتيکي شاتګ کړى دى.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن