کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغان فلم مشره صحرا کریمي وایي چې د کابل ښار په پرونیو چاودنو کې د دغې ادارې دوه کارکوونکې هم وژل شوې دي.
دغه چاودنې پرون تر غرمې وروسته د کابل ښار په ۶مه او ۱۳مه ناحیو کې پر ملکي تونس موټر شوې وې .
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پرون پژواک ته ویلی و چې په دغو چاودنو کې د یوې مېرمنې په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د افغان فلم ادارې مشرې صحرا کریمي د غبرګولي په ۲۳مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د پرونیو چاودنو له امله په وژل شوو کسانو کې د دوی دوه کارکوونکې هم شاملې دي.
هغې زیاته کړې چې د فاطمه محمدي او طیبه موسوي په نومونو د دغو کارکوونکو جسدونه د هغوی د کورنیو له خوا په عدلي طب کې پیژندل شوي دي.
د کریمي په وینا، دوی تازه یوه میاشت مخکې په افغان فلم اداره کې دنده اخیستې وه، پرون اطلاعات او فرهنګ وزارت ته د کوم کار لپاره تللې وې چې د بېرته راتګ پر مهال پرې چاودنه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۱۴مه هم د کابل د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په چهارقلعه سیمه کې په دوو جلا چاودنو کې دوه تونس موټر په نښه شول چې شاوخوا لس کسان په کې ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
په دغو وژل شوو کسانو کې د اریانا تلوېزیون یوه کارکونکې له مور او خور سره وژل شوې وه.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن