ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان په تازه دوو سقوط شوو ولسواليو کې د پوليو له واکسين څخه ۲۰زره ماشومان پاتې کېږي”

د اروزګان په تازه دوو سقوط شوو ولسواليو کې د پوليو له واکسين څخه ۲۰زره ماشومان پاتې کېږي”

author avatar
14 Jun 2021 - 11:44
د اروزګان په تازه دوو سقوط شوو ولسواليو کې د پوليو له واکسين څخه ۲۰زره ماشومان پاتې کېږي”
author avatar
14 Jun 2021 - 11:44

ترینکوټ ( پژواک، ۲۴غبرګولی ۱۴۰۰): د اروزګان روغتیايي مسوولين وايي، د دغه ولایت په دوو ولسواليو کې چې تازه وسله والو طالبانو نیولې دي، ورسره سیمه کي د پولیو د واکسین تطبیق لړۍ هم درېدلې چې له امله یې تر شل زره زیات ماشومان له دغه واکسين څخه پاتې کېږي.

طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې کور په کور د پولیو واکسین کمپاین درولی چي له امله یې په هر کمپاین کې د دغه ولایت تر سل زره ډېر ماشومان له واکسین کولو څخه بې برخې کیږي.

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولینو پرون په ترینکوټ او د کندهار نېش ولسوالۍ اړوند یوه کلستر سیمه کي د پولیو درې ورځني کمپاین د پیل پرمهال وویل، دا ځل به د ۱۸۰زره ماشومانو له ډلې یوازې ۳۳ زره هغه ماشومان چې په دولتي سیمو کي اوسیږي واکسین شي.

د عامې روغتيا رييس ډاکترغفار وطنوال وايي، نا امنۍ د دې لامل شوې چې د اروزګان ټولې ولسوالۍ دا ځل له دغه کمپاین څخه پاتې شي.

هغه وويل، د تازه سقوط شوو ولسواليو چنارتو او ګيزاب شاوخوا شل زره ماشومان به هم دا ځل د پوليو له واکسين څخه بې برخې شي.

وطنوال اندېښنه ښيي چې تر کلونو انتظار وروسته لاهم وسله والو طالبانو د هغوی رضاکارانو ته اجازه نه ده ورکړې چې تر خپل واک لاندې سیمو کي کور په کور د واکسین لړۍ عملي کړي.

ده زیاته کړه، که پر واکسین د لګول شوي بندیز لړۍ همداسې دوام وکړي، نو په ګوزڼ د اخته شوو ماشومانو ډېريدو وېره زیاتیږي.

د اروزګان والي یوځل بیا له وسله والو طالبانو وغوښتل چي د عامه خدمتونو پر وړاندې شته خنډ لرې او اجازه ورکړي چې د ماشومانو ژوند او راتلوونکی له خطر څخه وژغورل شي.

محمدعمر شېرزاد وايي، وسله وال طالبان دې عام ولس او عامه خدمتونه نه سیاسي کوي او نه دې هم د جګړې د سپر په توګه ترې کار اخلي.

والي له دیني عالمانو او قومي مخورو هم وغوښتل چی د واکسین د عملي کېدو برخه کې خپل رسالت ادا کړي.

خو وسله والو طالبانو بیا پر واکسین د بندیز خبره رد کړه.

د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي پژواک ته وویل، هغوی د واکسین کولو پر لړۍ هیڅ ډول بندیز نه دی لګولی.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.