جلال اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې لسګونه قومي مشرانو، دیني عالمانو او مېرمنو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه.
د غونډې ګډونوالو په هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او غوښتنه يې وکړه چې د جګړې پر ځای دې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ او هر څه ژر اوربند وشي.
خلکو وویل، که دغه حالت همداسې دوام وکړي، نو اړ دي چې د جګړې خلاف راپورته شي.
دغه قومي مشران، ديني عالمان او مېرمنې د غبرګولي په ۲۶مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې راټول شوي وو او دغه راز يې پر طالبانو هم د اوربند غږ وکړ.
د غونډې ګډونوال او ديني عالم مولوي شاکرالله وويل، د بې ګناه انسان او مسلمان وژنه په اسلام کې ناروا عمل دی او هر څوک چې دغه چاره تر سره کوي، د الله(ج) پر وړاندې به مسوول او ګناهګار وي.
مدني فعال احمد ظاهر زهير په زیاتره ولایتونو کې د جګړې پر شدت اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، دوام يې ولسونو ته نور د زغم وړ نه دی.
هغه غوښتنه وکړه چې د سولې خبرې دې ګړندۍ او د جګړې پر ځای دې پر روغه جوړه انرژي مصرف شي.
د غونډې بل ګډونوال او قومي مشر امان ګل وویل، که جګړې دوام وکړي، نو ولسونه به اړ شي چې پر وړاندې یې راپورته شي.
د غونډې ګډونوالو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل، هېواد په حساس حالت کې دی، باید ولس هم له موجوده بحرانه د وتلو لپاره لاس په کار شي.
د سولې او امن غوښتنې پر داسې مهال کېږي، چې د سولې بین الفغاني خبرې سړې او جګړه په ډېرو سیمو کې توده شوې، چې د ښکېلو خواوو تر څنګ یې ولس ته هم د سر او مال زیان اوښتی.