ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا والي: خلک او ځينې رسنۍ دې د وسله والو په ګټه تبليغات نه کوي

د پکتيا والي: خلک او ځينې رسنۍ دې د وسله والو په ګټه تبليغات نه کوي

author avatar
20 Jun 2021 - 16:23
د پکتيا والي: خلک او ځينې رسنۍ دې د وسله والو په ګټه تبليغات نه کوي
author avatar
20 Jun 2021 - 16:23

ګردېز (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۹): د پکتيا والي وايي چې په هېواد کې امنيتي وضعيت ډېر خراب نه دى، خو ځينې کسان او رسنۍ د وسله والو لپاره تبليغات کوي.

د پکتيا والي محمد حليم فدايي د پکتيا له امنيتي مسوولينو سره تر امنیتي ناستې وروسته د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې ځينې رسنۍ او مغرضې کړۍ د وسله والو طالبانو او پاکستان اړوند ځينې کسان د وضعيت د ناسم ښودلو لپاره ناوړه تبليغات کوي.

خو هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

دغه راز فدايي وويل چې امنيتي ځواکونو د ملکي خلکو د خونديتوب لپاره له ميرزکې ولسوالۍ څخه تکتيکي شاتګ کړی دی.

والي: “د وسله والو طالبانو په نښه کولو کې زموږ لوی ملاحظات د ملکي خلکو ساتل دي، موږ ته د مسوول حکومت په توګه د خپلو خلکو خوندي کول لومړيتوب لري.”

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي، روانه جګړه حساسه او اساسي وبلله او ويې ويل چې په روان حالت کې بايد خلک د امنيتي ځواکونو او حکومت تر څنګ ودريږي.

فدايي وويل چې دولت خلکو ته خورا زيات خدمتونه او اسانتياوې وړاندې کوي، خو وسله وال طالبان نه يوازې هېڅ ډول خدمتونه نه وړاندې کوي، بلکې شته اسانتياوې او تاسيسات هم له منځه وړي.

نوموړي زياته کړه: “د وسله والو طالبانو ډېر پلانونه شنډ شوي او د نور حالت لپاره هم تدابير شته، هغه نظامي محرمات دي او زه نه غواړم، ډېرې خبرې پرې وکړم، خو دومره وايم چې وارخطا کېدو ته ضرورت نشته، ځينې ستونزې هم منو، خو جګړه ييز حالت دی، رسيدګي به ورته وشي.”

خو د پکتيا ولايتي شورا په دغه ولايت کې روان حالت ناوړه بولي او په دې برخه کې ځينې چارواکي په ناغېړي تورنوي.

د يادې شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي:” دلته قول اردو شته، خو هوايي ځواک نه لري، زموږ امنيتي قوتونه لازمه هماهنګي او قوي ملاتړ نه لري. د دښمن  په اوازو او تبليغاتو تېر وځي، پکتيا جدي پام ته ضرورت لري او بايد حالت تر دې خراب نه شي. شته حالت بايد جدا راکنټرول شي.”

د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی سليمان حليم وايي چې وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړی او د فزيکي جګړې سربېره يې رواني جګړه هم زياته کړې ده.

حليم پژواک ته وویل: “مثلا اول سيدکرم کې ټول پنجابيان ګرځي، څوک په خبره نه ور سره پوهيږي؛ خلک ځوروي، په لارو کې يې ماينونه ايښي دي.”

د ګردېز اوسېدونکی عبدالله حيران بيا د ځينو رسنيو او خلکو له خوا د وسله والو طالبانو په ګټه د تبليغاتو خبره مني، خو امنيتي ځواکونو او امنيتي پوستو ته د اکمالاتو نه رسېدل هم د جګړې زياتېدو او د سيمو له لاسه وتلو لامل بولي.

ميرزکه د ۲۰۳ تندر قول اردو په شاوخوا ۳۰ کيلومتري کې امن ولسوالۍ وه، خو له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې په کې امنيتي ستونزې زياتې شوې وې.

که څه هم تېره ورځ امنيتي ځواکونو د نه همغږي او د خلکو د خونديتوب لپاره د ميرزکې ولسوالۍ له ودانۍ په شا شوي، خو تر اوسه يې د بېرته نيولو لپاره اقدام نه دی شوی.

Views: 373

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.