کابل (پژواک،۱ چنګاښ ۱۴۰۰) : ټاکل شوې ده چې راتلونکو څو ورځو کې د امریکا او ترکیې ترمنځ د کابل حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په تړاو نورې خبرې هم وشي.
د فرانسې خبري اژانس ( ای ایف پي ) د چنګاښ په لومړۍ نېټه د ترکیې د دفاع وزارت د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت یو لوړپوړی چارواکی به د پنجشنبې په ورځ انقرې ته ورسیږي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه امریکایي پلاوی به د ترکیې له چارواکو سره د کابل هوایي ډګر د امنیت په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو مشرانو په غونډه کې وړاندیز وکړ چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته غواړي د کابل د نړیوال ستراتېژیک هوایي ډګر امنیت وساتي.
خو هغه د دغه کار لپاره د مالي او لوجستیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ناټو سرمنشي د اردوغان د وړاندیز هرکلی وکړ او د انقرې دغه اقدام له واشنګټن سره د اړیکو د ښه کېدو یوه نښه ګڼل شوې ده.
راپورونه وایي، د ناټو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ترمنځ په خبرو کې د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو موضوع هم شامله وه.
ترکیه چې د ناټو غړی هېواد دی له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې پوځي او غیر پوځي ماموریتونه ترسره کړي دي.
تر دې مخکې ناټو او امریکا له ترکیې غوښتي و چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دې ترکیه د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو برخه کې ونډه واخلي.
سرچینې وایي چې ترکیې له ناټو او امریکا څخه د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتلو په موخه د ۱۳۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر چې څو ورځې مخکې ترکیې ته تللی و، په یوه مرکه کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت لپاره د ترکیې د وړاندیز هرکلی او ستاینه کړې ده.