ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چارو پوهان پر خلکو د وسلو د وېش احتمالي ګواښ ته اندېښمن دي

د چارو پوهان پر خلکو د وسلو د وېش احتمالي ګواښ ته اندېښمن دي

author avatar
24 Jun 2021 - 17:05
د چارو پوهان پر خلکو د وسلو د وېش احتمالي ګواښ ته اندېښمن دي
author avatar
24 Jun 2021 - 17:05

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د چارو یو شمېر پوهان وايي، که له طالبانو سره د مبارزې لپاره د خلکو وسله وال کېدل په ښه توګه مدیریت نه شي، ښايي په هېواد کې د اوږدمهالې داخلي جګړې، د خلکو د امنیت له خطر سره مخ کېدو او ان د نظامي کودتا لامل شي.

د راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د طالبانو له خوا د لسګونه ولسوالیو له نیولو وروسته په جوزجان، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، بلخ، فاریاب، تخار، بغلان، هرات او سمنګان ولایتونو کې ځینو خلکو وسله اخیستې او د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد د امنیتي ځواکونو ترمنځ بسیج شوي دي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي له خلکو غوښتي چې هر په ځای کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ تنظیم شي، دولت تیار دی چې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون کوونکو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ مرستیال نقیب الله فایق هم ویلي، د ولسي بسیج ځواکونه چې د طالبانو پر ضد جنګېږي، که هر څومره وسلو، مهماتو او امکاناتو ته اړتیا ولري، کورنیو چارو وزارت یې ورکوي.

په ورته وخت کې طالبان ګواښ کړی او ویلي یې دي، له هغو کسانو سره به «جدي چلند» وکړي چې غیر مسوول کسان مسلح کوي او له ملکي خلکو د پاڅون کوونکو په توګه استفاده کوي.

د چارو پوهانو نظر:

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاده شهلا فرید پر دې باور ده چې له خاورې د دفاع لپاره د خلکو منظمول ښه کار دی، خو په یو ځلي ډول د دوی مسلح کول ښايي د دې لامل شي چې افغانستان یو ځل بیا ۷۰مې لسیزې ته وګرځي.

د هغې په خبره، په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو د وسلې وېش، د وسله والو خلکو د غیر نظامي کولو او له دوی د وسلې ټولولو پروګرام (ډي دي ار) چې څو کاله یې دوام درلود، تر پوښتنې لاندې راولي او ښايي د غیر مسوولو وسله والو د نه کنټرول په صورت کې په هېواد کې نظامي کودتا ته لار پرانیستل شي.

هغه له یاد بهیره د ناوړه استفادې د اندېښنې ترڅنګ ډارېږي چې د غیر مسوولو کسانو پر وسله وال کېدو به د خلکو امنیت هم له خطر سره مخ شي.

هغې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا امکان لري د طالبانو پر ضد د خلکو مسلح کول به هغوی له ماتې سره مخ کړي، په داسې حال کې چې ناټو ځواکونو په خپلو ډېرو امکاناتو دغه کار ونه شو کړای؟ وویل: ((د ناټو او امریکا موخه د طالبانو ماتې نه وه، اوس هم موخه د طالبانو ماتې نه ده، یوازې د خلکو د بسیج له لارې غواړي طالبان وډار کړي.))

مېرمن فرید زیاته کړه چې طالبان او د ارګ (ولسمشرۍ ریاست) او سپېدار ماڼې (د مصالحې عالي شورا دفتر) ترمنځ اختلاف له امله د سولې بهیر درېدلی دی.

د هغې په خبره، د سولې خبرو د پیل لپاره باید هڅه وشي او دواړه لوري باید له زور ازموینې ډډه وکړي؛ ځکه د دوی په باور، ښايي دغه وضعیت د ځینو هېوادونو په ملاتړ په افغانستان کې داخلي جګړې ته لار برابره کړي.

د نظامي چارو پوه جاوېد کوهستاني وویل، د طالبانو د پروګرام نه لرل، د دې ډلې مخینه، د خلکو تجربې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له خوا د هېواد د سیمو نیول، د طالبانو پر وړاندې د «ملي او بومي دفاع» د پیل عوامل دي.

دغه راز هغه زیاته کړه: ((د حکومت تېروتنو د خلکو مسلح کولو ته زمینه برابره کړه، اوس د دولت دنده ده چې څه ډول یې تنظیموي، که وغواړو یا ونه غواړو خلک مسلح کېږي، دولتي او غیر دولتي وسلې او وړاندیزونه د خلکو لاسرسي وړ دي، خلک په رښتیا ستړي او ناراضه دي.))

د هغه په خبره، که مسلح شوي کسان په سم ډول مدیریت نه شي، د خلکو د پاڅون د مدیریت لپاره له نفوذ لرونکو او جهادي کادرونو څخه استفاده ونه شي او د ولایت په کچه با تجربه او نفوذ لرونکي کسان ونه ګومارل شي، ښايي په افغانستان کې اوږدمهاله داخلي جګړه رامنځته شي.

کوهستاني ادعا وکړه چې دواړه لوري د سولې خبرو ته لېوالتیا او پر خبرو باور نه لري؛ ځکه د ده په خبره، له جنګي اقتصاده ډېره ګټه ترلاسه کوي او خلک یې مجبور کړي چې له ځانه دفاع وکړي.

پخواني نظامي جنرال دولت وزیري هم په دې اند دی چې د خلکو بسیج د نظام په ګټه دی، خو د دولت تر نظر لاندې باید فعالیت وکړي، څو منفي پایلې رامنځته نه لري.

هغه زیاته کړه: ((که وسله وال کسان له کنټروله بهر شي او د شخصي ګټو لپاره له یو بل سره جګړه وکړي د ټولو په زیان به وي، د وسلې وېش باید په جدي ډول کنټرول شي څو د خلکو له بسیج څخه ناوړه استفاده ونه شي.))

نوموړي وویل، خلک د طالبانو پلویان نه دي او له همدې امله یې د دوی پر وړاندې مقاومت پیل کړي دی.

وزیري زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې ټینګښت لپاره خپل حسن نیت په ډاګه کړ، خو طالبانو د سولې خبرو دوام ته حاضر نه دي او له نظامي لارې د واک ترلاسه کولو په لټه کې دي.

د چارو یو کارپوه بشیر بېژن که څه هم د غیر مسوولو کسانو د مسلح کولو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی خو وویل، خلک په اوسنیو شرایطو کې «د افغانستان ژغورنې لپاره» بسیج شوي؛ ځکه د هغه په خبره «طالبان د ایران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو له ملاتړه برخمن دي، د افغانستان د خرابېدو قصد لري.))

هغه زیاته کړه: ((دغه حقیقت باید له پخوا خلکو ته ورکړل شوی وای، دا په نېک فال نیسو، خو حکومت باید باید ژر تر ژره میکانیزم او اصول برابر کړي چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر ځپلو وروسته، د خلکو مسلح کولو پر داخلي ستونزه بدله نشي.))

بېژن په دې اړه چې ولې د نظامي زور ازموینې پر ځای د سولې لپاره هڅې نه کېږي؟ وویل: ((د افغان سولې بهیر د امریکا لخوا انحصار شوی، او په دې طریقه موږ سولې ته نه رسېږو، تر دې چې یاد بهیر د سولې له انحصار بهر نه شي، د سیمې او نړۍ هېوادونه سولې بهیر کې ښکېل نه شي، پر طالبان، د دوی پر پلویانو او حکومت باندې نړیواله ټولنه فشار رانه وړي خوږ سولې ته نه رسېږو.))

«د خلکو بسیج د حکومت تر څارنې لاندې دی»

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل، په دې وروستیو کې د خلکو د بسیج په نوم جوړ شوي حرکتونه خودجوش دي او د امنیتي سکټور او حکومت تر څار لاندې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه حرکتونه د دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره دي، بله موخه نه لري او د امنیتي سکټور رهبري یې څاري.

د ارین په خبره، هغه کسان چې د یادو حرکتونو په سر کې ځای لري، په سیمه او ساحه کې ډېر نفوذ لري او د دوی حرکتونه یې له امنیتي سکټور سره په همکارۍ مخ ته ځي، څو د دولت وسله وال مخالفین وځپل شي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نظر واخلو، خو نوموړي له پرله پیسې اړیکو سربېره هم په اړه ځواب ورکولو ته تیار نه شو.

د طالبانو ګواښ

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دوی پر وړاندې د خلکو مسلح کولو ته په اشاره ویلي: ((هغوی چې لا هم په هېواد کې جګړې او جدل ته لمن وهي، د ولسي پاڅون کوونکو، اربکیانو او غیر مسوولو کسانو په نوم خلک مسلح کوي یا د خپل نامشروع قدرت د دوام لپاره له ملکي خلکو څخه د پاڅون کوونکو په توګه استفاده کوي باید پوه شي چې د دوی پر وړاندې به د اسلامي امارت چلند ډېر جدي وي، دوی به له بښنې محروم شي، له دې امله باید له هر ډول خصمانه حرکت څخه ډډه وکړي، خلک هم باید خپل اولاد د دغه ډول جګړه خوښوونکو کړیو خدمت ته پرېنږدي او له دوی سره یو ځای نه شي.))

Views: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.