Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښار کې یو امنیتي منسوب ووژل شو

کابل(پژواک،۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله والو مخالفینو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو امنیتي منسوب ترور کړی او د پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء ضیا د دغې پېښې د تایید ترڅنګ وویل، وسله والو کسانو نن سهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند  د ده عربانو سیمه کې یو امنیتي منسوب وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

هغه روښانه کړه چې پولیسو د دې پېښې په تړاو درې کسان نیولې چې یو یې ټپي دی.

د نوموړي په خبره، پولیسو له یادو کسانو یو میل وسله هم نیولې او قضیه د ډېر وضاحت لپاره د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.