Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار مشران: د نظام ملاتړ کوو او سوله مو لومړیتوب دی

د کندهار مشران: د نظام ملاتړ کوو او سوله مو لومړیتوب دی

author avatar
30 Jun 2021 - 17:35
د کندهار مشران: د نظام ملاتړ کوو او سوله مو لومړیتوب دی
author avatar
30 Jun 2021 - 17:35

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د کندهار قومي مشران وايي، سوله یې لومړیتوب دی، که سوله نه کېږي، نو د خپل نظام تر شا ولاړ دي او چا ته اجازه نه ورکوي چې کورونه او کلي یې وران کړي.

دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د لوی کندهار د یووالي شورا له خوا د نظام او سولې په ملاتړ په کندهار ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د دغه ولایت سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و.

غونډې ته د لوی کندهار د یووالي شورا مشر جنرال ګلالي سالم وویل، سوله د دغه هېواد د هر وګړي لومړیتوب او غوښتنه ده او د سولې په راوستلو کې ټول همکاري کوي.

هغه زیاته کړه، که سوله نه کېږي او هغسې حالت روان وي، لکه د ارغنداب پر خلکو چې تېر شو چې کورونه، باغونه، پلونه، سړکونه او نور ټولګټي ځایونه یې وران شول، د کورنۍ غړي یې ووژل شول او یا یې خپل اندامونه له لاسه ورکړل، نو بیا یې پر وړاندې درېږي.

د ده په خبره، ولس نور چا ته اجازه نه ورکوي چې بیا دغسې حالت ورباندې راشي او بیا کډوال شي.

دی وايي، ولس لاس په کار شوی، لومړی د سولې غوښتنه کوي، که سوله نه راځي، نو د خپل نظام تر شا ولاړ دي او چا ته اجازه نه ورکوي چې کورونه او کلي یې وران کړي.

خو ده له حکومت څخه هم وغوښتل چې په خپلو خلکو سر وګرځوي او پاملرنه ورته وکړي.

قومي مشر او د دامان ولسوال حاجي پیرمحمد بیا د کندهار پر ټولو وګړو، په ځانګړې توګه ځوانانو غږ وکړ چې د خپلې مور (وطن) د ساتنې لپاره پورته شي او پر حکومت یې غږ وکړ چې دې ولایت ته پاملرنه وکړي او کار اهل کسانو ته وسپاري.

هغه چې د خپلې وینا په یوه برخه کې ژړغونی شو، وویل: ((ټوټه ټوټه مې کړه، یوه اوښکه به مې توی نه شي خو د خپلې مور، خور او ورېندارې پر حالت ژاړم، ولې دا ولس دومره بې حیثیته کوې، ولې ماینونه راوړې او خلک دربدره کوې؟))

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د هېواد د ساتنې لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، که ناسمې کړنې یې کولې، د اصلاح لپاره دې یې هڅې وکړي.

د حاجي حقمل په نوم قومي مشر وویل، که طالبان فکر کوي چې د زور له لارې به واک ته ورسېږي، نو دا ناممکنه ده او که حکومت فکر کوي چې د زور له لارې به وسله وال طالبان وسلې اېښودو ته اړ کړي، نو دا هم امکان نه لري، نو ښه دا ده چې دواړه لوري سوله وکړي.

ده زیاته کړه، ولس اوربند او دایمي سوله غواړي، پر حکومت او طالبانو غږ کوو چې له شخصي ګټو تېر شي او سوله وکړي.

د نوموړي په وینا، ولس د خپل نظام ملاتړ کوي او غوښتنه کوي چې طالبانو ته دې هم په نظام کې ځای ورکړل شي.

یوه بل قومي مشر محمد عظیم سمندر هم وویل چې نور چا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ کور خراب کړي.

نوموړي وویل، نړۍ دوه مخی چلند کوي، په فلسطین کې څو کسان وژل شوي وو ټولې نړۍ غږ پورته کړ خو په افغانستان کې چې هره ورځ سلګونه کسان مري ټول خاموش دي.

د غونډې پرېکړه لیک د کندهار د ولایتي شورا د غړي حاجي عطاءالله عطا له خوا وړاندې شو چې په کې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ شوی و او ټینګار شوی و چې د مذاکراتو اصلي موضوع باید ملي ګټې وي.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو، ولس داسې سوله غواړي چې ملي ګټې په کې خوندي او د ترهګرۍ عوامل له منځه یووړل شي.

دغه راز یادونه شوې وه چې د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر په تړون کې راغلي چې د افغانستان خاوره به د امریکا په خلاف نه کارول کېږي، خو موږ له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا او بریتانیا دا ضمانت غواړو چې د ګاونډیو هېوادونو خاوره به هم د افغانستان په خلاف نه کارول کېږي.

په پرېکړه لیک کې یادونه شوې وه چې موږ د افغانستان ملي ګټې په جمهوري نظام کې وینو او پر دغه ارزښت هیڅ راز معامله د منلو نه ده.

دغه راز د نورو موضوعاتو ترڅنګ ټینګار شوی و، که سوله کېږي، نو وسلې باید راټولې شي، که نه نو په هېواد کې به تل جګړه روانه وي.

په روانه اوونۍ کې په کندهار کې دا دویمه لویه غونډه ده چې د نظام په ملاتړ کېږي.

دوې ورځې وړاندې په یوه بله ورته غونډه کې کې هم د کندهار قومي مشرانو ګواښ کړی و چې که طالبان جګړه و نه دروي او سوله و نه کړي، نو ولس اړ کېږي چې وسله واخلي او په خلاف یې ودرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.