په دې وروستیو کې د سپینې ماڼۍ چارواکوپه ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې د دوی راپورونه په ډاګه کوي چې کېدای شي داعش ډله له سوريې او عراق(شام) څخه افغانستان ته وتښتي؟.
که په رښیتني توګه دغه د امریکایی چارواکو خبره چې له عراق او سوريې څخه افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې د تېښتې موضوع راوسپړو، په ډيره ښه توګه به له ارزښتاناکو رازونو پرده پورته شي او د تېښتې او په مهارت سره له عربي هېوادونو عراق اوسوريې څخه افغانستان ته د داسې یوې ترهګرې ډلې تېښته ممکنه وي اوکه نه؟ دلته باید ووایو چې تېښته هیڅ امکان نه لري، ولې باید په ډاګه يې کړو چې په ماهرانه توګه د امریکایانو لخوا داعش له عراقه افغانستان ته را انتقاليږي ترڅو امریکایان په افغانستان او سیمه کې د خپل حضور دوام ته مشروعیت ورکړي.
که چېرې دې قضيې ته لږ دقیق وګورو د داعش، القاعده او طالبانو ډلې په افغانستان کې د بهرنیانواوپه تېره بیا د امریکالخوا د خپلو موخو او پلانونو د خوندي اوپلي کولو لپاره د وخت د غوښتنو په نظر کې نیولو سره رامنځ ته کړې او د هغوی په لمسون او لارښوونه يې هرڅه ترسره کړل او کوي يې.
داچې امریکايي چارواکي له یوې خوا دغه وران کارې ډلې د اسلامي ډلو له نومونو څخه په استفادې سره خو په حقیقت کې د اسلام او مسلمانانو د بد نامولو او سرکوبولوپه خاطر ترسره کوي اویايې ملاتړکوي او په ډيرو پرمختللو وسلو يې سمبالوي او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره يې کله په عراق، کله سوریه، کله لیبیا اویاهم په افغانستان کې لومړى ځای پرځای اوبیا پیاوړي کوي دوی غواړي د خلکو ذهنونه یوې اوبلې خواته مغشوش کړي، یا په بله اصطلاح اوبه خړوي اوخپل ماهیان په کې نیسې.
ولې د امریکایانوټولو طرحو اوپلانونوته که په ځیره وکتل شي نو څرګنده به شي چې امریکایان خپله ټولې لوبې خپله جوړوي او د خپلو ځانګړو موخو لپاره يې د نړۍ هغو هېوادونوته چېرته چې د دوی موجوديت د دوی په ګټه وي، هلته خپلې اډې ځای پرځای اوهماغه هېوادونو کې اړ دوړ رامنځ ته کړي.
امریکایانوپه افغانستان کې د داعش د پروژې له پیلېدو وړاندې په ۱۹۹۴ زیږدیږکال کې وروسته له هغه چې په افغانستان کې د مجاهدینو په لاس پخواني شوروي پلوی د ډاکټر نجیب الله ترمشرۍ لاندې حکومت نسکور کړ، خومتاسفانه چې د اسلامي حکومت جوړولو ته پرې نه ښودل شول او د یوشمیر کورنیو اوبهرنیو کړیو د مداخلو په واسطه په کورنۍ جګړو کې ښکیل شول طالبان رامنځ ته او مطرح کړل.
امریکایانو د مجاهدینو د له منځه وړلو په خاطرد طالبانود اسلامي تحریک ترعنوان لاندې دغه ډله په ډیره تیزۍ سره رامنځ ته کړه چې له هماغه اوله سره يې د مجاهدينو د له منځه وړلو په هدف راجوړه کړې وه ترڅو دوی وکولای شي چې مجاهدین چې د سره پوځ اود پخواني شوروي له اشغال څخه يې په ډیره میړانه افغانستان خلاص کړاود افغان مجاهدینو د قربانیو او مبارزې په نتيجه کې پخوانی شوروي اتحاد دړې وړې او څوټوټې شو په حقیقت کې د وی غوښتل چې مجاهدین له قدرت څخه لرې او د قدرت په ګدۍ د امریکاپه لاس د جوړشوي تش په نوم د طالبانو د اسلامي تحریک واک ته ورسوي، چې له شاوخوا اووکلونو جنګونو وروسته ونه توانیدل چې ټول افغانستان د طالب جنګیالیو په لاس ونیسي باید ووایو چې د امریکایانو دا برنامه چې غوښتل يې په طالبانو باندې مجاهدین له منځه یوسي ناکامه شوه.
که څه هم د طالبانو د رامنځ ته کېدوپرمهال دافغانستان په یوشمیرولایتونو کې د بهرنیو دغه پروژې ته چې د طالبانو د تحریک ترعنوان لاندې يې رامنځ ته کړه چا يې د قومي تمایلاتوپه اساس ملاتړ او ځینونورو بیا د قومي تمایلاتو پراساس مخالفت کاوه که څه هم دوی د پښتنو په سیمو کې د لومړي ځل لپاره سرراپورته کړ او په ډیره کمه موده کې آن د هند کوش ترغرونو سرونه ور واړول او دآمو سیند تردې غاړې پورې ورسیدل.
خود لږ وخت په تېرید و سره طالبانو په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره څومره کار وکړ دايې ټولې نړۍ ته وښوده چې کاملاً د پاکستان د استخباراتو مربوطه یوه ډله وه چې ټولې کړنې يې د هغوی په خوښه او د هغوی د پلان په اساس پرمخ بیولې.
د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال پرویزمشرف او پخوانيو جنرالانو ویناوې داپه ډاګه کوي چې طالبان وروسته له ۲۰۰۱ کال نه یوځل بیا د پاکستان د استخباراتو په واسطه په پښو ودرول شول چې د حامد کرزي د حکومت پرمهال د پاکستان له اصلي رقیب هند سره دکابل نسبي دیپلوماتيکې اړیکې ټینګې شوې پاکستان سم دلاسي په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ځواکونو او د بیا رغونې د پروژو د له منځه وړلوپرضد پاکستان د خپل ګاوندي رقیب هند ته د ضرر رسولو په خاطرداسې خونړي بریدونه د طالبانو په نوم ترسره کړل چې ډیری زیانونه يې عامو افغانانو اود بیا رغونې ملي پروژو ته ورسیدل.
دا چې په دې وروستیو کې د پاکستان د دوه مخیتوب څخه پرده پورته او په جهاني سطحه رسوا شو اوپه نړۍ کې د ترهګرو د ستر ملاتړ او حامي په توګه وپيژندل شو نو اوس مجبور دی چې د خپلو بهرنیو بادارانواوامریکا د بیا ملاتړ په خاطربله معامله ترسره کړي خوګومان نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ شي.
له امریکایانو سره په دې معامله کې طالبان چې تراوسه يې له پاکستان څخه د خپل مرکز او د مې جوړولو یا پټنځای په توګه کار اخیست وروسته له دې غواړي ایران ته کډې بار کړي تهران ته د طالبانو دلوړ پوړي پلاوي د سفرڅخه داسې معلومیږي چې د طالبانو د ملاتړ پروژه به د پاکستان پرځای ایران تمويلوي او پاکستان به د امریکا سره په ګډه داعش چې تردې دمه په سوریه او عراق کې ترډيره بریده ترسترګو کیده افغانستان د ناڅرګندو الوتکو په واسطه را انتقال کړي او د خپلو ګټود ساتلو اود اوږد وخت لپاره د میشته کېدو زمینه مساعده کړي.
پاکستان چې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا تردې مهاله یوه خوا له امریکې څخه په ميلیاردونو ډالر د طالبانو اوالقاعدې د ځپلو په پلمه ترلاسه کړل، خوتر پلو لاندې يې طالب جنګیالي او هم داعش دواړه حمایه کړل د هغه عامیانه متل په شان پاکستان همدا کوي همدا ؟؟ هم يې امریکا خوشحاله کوله اوهم يې طالب او داعش ، خوداچې اوس پاکستان غواړي د امریکا او د غربي نړۍ ملاتړد یوې بلې دورې لپاره ترلاسه کړي دوی په دې خاطر چې د طالبانویوشمیر چارواکو د پاکستان له اجازې پرته له افغان حکومت سره د خبرود پروسې له پیل څخه خبر شول نوطالب مشرانو ته يې له پاکستان څخه د وتلو ګوت څنډنه وکړه، او طالبانو چې د پخوا څخه يې دایران او روسيې سره د خبرو راپورونه رسنیو خپاره کړي و ایران ته خپل لوړپوړی پلاوی لیږلی او هلته يې د خپلو ځالو د جوړولو هڅې پیل کړې.
که څه هم د داعش ډلې چې په ټوله دنیا يې کې د اسلامي خلافت جوړولو ترعنوان لاندې سر اوچت کړ، دې ډلې په عراق اوشام یعنې سوریه کې سر راپورته اوپه ډیره تیزه منډه يې د عراق او سوريې ډيری برخې ونیولې، خو د داعش پښه لا په ډنډ کې نښتې وه چې د افغانستان ختیځ کې پروت د ننګرهار ولایت او ډیورنډ کرښې ته پرتو سیمو څخه د داعش د خراسان د څانګې په نامه غږ راپورته کړچې په حقیقت کې دغه د داعش په نوم ډله هماغه پروني د پاکستان د استخباراتي ډلې آی اس آی لخوا خود امریکا د هدایت پراساس په ډير منظم ډول تنظیم شوي ډله ده، پاکستان غواړي د داعش ډلې د حمایه کولوپه بدل کې د امریکایانو په وړاندې خپل بایللی اعتبار دوباره جبیره کړي او په دې پلمه د څو نورو کلونو لپاره له غربي نړۍ په تېره بیا له امریکایانو څخه بیا د داعش په نوم پیسې ترلاسه کړي اوپه افغانستان کې نا امني او د بیا رغونې د ملي پروژو مخه ډب کړي.
نو دې حالت ته په کتو سره اوس باید غربي واکمنان په تېره بیا د سپینې ماڼۍ چوکي داران باید له عراق او سوريې څخه افغانستان ته د پرمختللو وسلو سمبال ډلې یعنې داعش د راتېښتې پرځای باید په ډاګه ووايې چې دوی غواړي په افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو کې د دوامداره حضور د پاتې کیدو په خاطر داعش افغانستان ته را انتقال کړي اوداخبره بیرته واخلي چې ګویا داعش له عراق او سوريې څخه افغانستان ته تښتي.
دا چې امریکا له داعش سره مرستې ترکومه حقیقت لري دا په دې وروستیو کې د امریکا د څارګرې د ادارې د یوه پخواني کار کوونکي د دې خبرې څخه پرده پورته کړې چې وايې امریکا له مخدره توکو تر لاسه کړې پيسې د داعش پر تقویه لګوي.
د سي ای اې متقاعد کارکوونکی جان ابوستفرد وايي، د امریکا استخباراتي اداره د افغانستان مخدره توکې په سیمه او نړۍ کې د داعش ډلې د پیاوړي کولو لپاره کاروي.
د سي آی اې ادارې دغه کارکونکي د معلوماتو له مخې ، یاده اداره د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د جهاد له وخته بیا تر اوسه د کوکنارو کښت او مخدرو موادو تولید په منظم ډول کنټرولوي.
د امریکا د استخباراتي ادارې، سي آی اې ځینې متقاعد کارکونکي چې اوسمهال د پټو اسنادو د خپرولو له امله تر سختو فشارونو لاندې دي، اعتراف کوي چې سي آی اې له شپیتو کلونو راهیسې د مخدرو موادو کارو بار کوي او د شوروي پر وړاندې د مجاهدینو له پیاوړي کولو وروسته، اوس یې یوځل بیا د مخدرو موادو پر مټ د داعش د تقویه لپاره ملا تړلې.
اوس باید په دې پوه شو چې داعش طالبانو او یاهم القاعده د چا له خوا د څه لپاره رامنځ ته شوې او څه کوي .
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.