ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صنعتکارانو د برېښنا ستونزې د نه حل په صورت کې د فابريکو د تړلو ګواښ وکړ

صنعتکارانو د برېښنا ستونزې د نه حل په صورت کې د فابريکو د تړلو ګواښ وکړ

author avatar
6 Jul 2021 - 16:17
صنعتکارانو د برېښنا ستونزې د نه حل په صورت کې د فابريکو د تړلو ګواښ وکړ
author avatar
6 Jul 2021 - 16:17

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وایي چې د برېښنا د نشتوالي له امله د ۵۸۰ فابریکو کار له خنډ او ځنډ سره مخ دى او هره ورځ دوی ته ۴۰ میلیونه افغانۍ زیان اوړي.

د یادې موضوع په تړاو د صنعتکارانو ټولنې د چنګاښ په ۱۵مه په کابل کې اعتراضیه غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافي وویل چې له دوه میاشتو راهیسې د برېښنا د نشتوالي له امله صنعتکارانو سلګونه ميليونه افغانۍ زیان کړى دى.

هغه وویل چې د برېښنا د نشتون له امله په صنعتي پارکونو کې د ۵۸۰ فابریکو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي او هره ورځ دوی ته ۴۰ میلیونه افغانۍ زیان اوړي.

نوموړي وویل چې صنعتي پارکونه ۱۲۰ میګاواټه برېښنا ته اړتيا لري او د برېښنا شرکت دې ورته د وارداتي برېښنا په نشتون کې ۶۰ میګاواټه له داخلي سرچینو څخه تامين کړي.

صافي زياته کړه، که چېرې د وارداتي برېښنا د نشتون په صورت کې شرکت دوى ته برېښنا له داخلي سرچينو څخه تامين نه کړي ټولې فابريکې به وتړي.

دی وایي، چې په هېواد کې ۱۵۰ میګاواټه برېښنا له خپلو منابعو څخه ترلاسه کیږي نو ۵۰ سلنه يې باید صنعتي پارکونو ته ورکړل شي.

د دغې ټولنې مرستیال نجیب الله صدیقي وویل، که د دوى د برېښنا ستونزه هواره نه شي، ٤٥ زره کسان به وزګاره شي او ٥٨٠ توليدي فابريکې به وتړل شي.

ده زياته کړه: “موږ اته لينه برېښنا ته اړتيا لرو، خو که چېرې څلور لينه هم موږ ته راکړي، موږ به يې په نوبت-نوبت ټولو فابريکو ته ورسوو.”

تفسیر الله چې په صنعتي پارکونو کې د پايپونو فابریکه لري پژواک ته وويل چې د برېښنا نشتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده زياته کړه: ” مخکې يې موږ ته ١٨ ساعته برېښنا راکوله، خو له کله نه چې د پايو الوځول پيل شوي هېڅ معلومه نه ده چې کله برېښنا راځي او کله ځي چې دغه کار موږ له سخت تاوان سره مخ کړي يو.”

د يادو څرګندونو په اړه د برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال ننګیالي میاخېل وویل چې په کابل ښار پنځه سوه میګاواټه برېښنا ته اړتيا لري.

هغه زیاته کړه، داخلي برېښنا دومره نه ده چې صنعتي پارکونو ته هم ورکول شي ځکه هغه يواځې روغتونونو او ځينو دولتي ادارو ته ځانګړې شوې ده.

نوموړى وايي چې د برېښنا رياست جدي هلې ځلې کوي ترڅو د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه هواره کړي.

د یادونې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د برېښنا ۴۱ پایې په ماینونو الوځول شوي چې له امله يې خلک او فابريکه لرونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.