Language

ټرمپ: اوربند د ایران د وړاندیز تر وړاندې کېدو غځول شوی خو محاصره به پر ځای وي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر د واشنګټن او تهران ترمنځ د اوربند له غځېدو خبر ورکړی او ایران بیا ويلي چې د دغه هېواد وسله‌وال ځواکونه «ګوته پر ماشه» دي او «د هر ډول تېري په صورت کې» به ځواب ورکړي.

د امریکا او ایران ترمنځ دوه اونیز اوربند تېره شپه پای ته ورسېد.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «دې ته په پام چې د ایران حکومت په جدي ډول له داخلي اختلافاتو سره مخ دی، چې دا هم له تمې لرې نه وه، فیلډ مارشال عاصم منیر او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له موږه وغوښتل چې پر ایران بریدونه تر هغه وخته وځنډوو، څو د هغوی مشران او استازي یو واحد وړاندیز وړاندې کوي.»

هغه زیاته کړې: «له همدې امله ما د امریکا پوځ ته امر کړی چې محاصرې ته دوام ورکړي او په نورو ټولو برخو کې چمتو او پیاوړي پاتې شي.»

د هغه په خبره، اوربند تر هغه وخته غځول شوی چې د ایران وړاندیز وړاندې شي او له هرې لارې چې کېږی، خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

ټرمپ د دغه اوربند د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې، د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه «ګوته پر ماشه» دي او «د هر ډول تېري په صورت کې» به ځواب ورکړي.

هغه خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشر او د پوځ د قوماندانانو د پرله‌پسې ګواښونو له امله، د ایران ځواکونه بشپړ چمتووالی لري.

د هغه په وینا، ایراني ځواکونه له پخوا راهیسې په چمتووالي کې دي، څو که هر ډول اقدام وشي، سمدستي له مخکې پر ټاکل شوو هدفونو برید وکړي.