ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د نفتي توکو بیې د تېرې اوونۍ په نسبت شپږ سلنه لوړې شوې دي

کابل ښار کې د نفتي توکو بیې د تېرې اوونۍ په نسبت شپږ سلنه لوړې شوې دي

author avatar
10 Jul 2021 - 17:39
کابل ښار کې د نفتي توکو بیې د تېرې اوونۍ په نسبت شپږ سلنه لوړې شوې دي
author avatar
10 Jul 2021 - 17:39

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د غوړو، سون توکو او سرو زرو بیې لوړې شوې، خو د وریجو، تور او شنه چای بیې ټیټې شوې دي.

د سون توکو بیې د تېرې اوونۍ په پرتله ۵.۸ سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار تایمني څلورلاره کې د «هاشمي» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر ډېزلو بیه له ۵۳ څخه ۵۵ افغانیو او د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۲ افغانۍ څخه ۵۵ افغانیو ته لوړه شوې دي.

د هغه په خبره، د نا امنیو ډېرېدو له امله د مواصلاتي لارو بندېدو او د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل د دې لامل شوي چې د نفتي موادو (پټرول، ډېزل او مایع ګاز) بیې لوړې شي.

د مایع ګاز بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې د محمد شریف په نوم ګاز پلورونکي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۵ څخه ۷۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت له لوړېدو وروسته او د حیرتان- مزارشریف پر لویه لار د جګړې له امله د مایع ګاز بیه صعودي سیر لري.

د ځینو لومړنیو توکو بیه هم د تېرو اوو ورځو په پرتله لوړه شوې او د ځينو توکو بیه بیا ټیټه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي هم وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو عمده بیه ۱۷۰۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلوګرام هندۍ بورې بیه ۲۴۰۰ افغانۍ ده.

خو د سرچینې په خبره، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو د پلور بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۴۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه له۳۵۰ څخه ۳۳۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام شین اندونیزیایی چای بیه له۳۵۰ څخه ۳۲۰ افغانۍ ته ټيټه شوې ده.

صافي وویل، په نړیوالو بازارونو کې د یادو موادو د بیې له کمېدو وروسته په کابل ښار کې هم د دې توکو بیه ټیټه شوې ده.

خو نوموړي روښانه کړه چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو عمده بیه له ۱۹۰۰ څخه ۱۹۵۰ ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت له لوړېدو وروسته په کابل ښار کې د غوړیو بیه لوړه شوې ده.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده پژواک اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغاني، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانی او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

خو په کابل ښار کې د سرو زرو بیه له درې سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن د یو ګرام ٧٥٠عیاره عربي سرو زرو بیه له۳۶۵۰ څخه ۳۷۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۹۵۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي یادونه وکړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره اړیکه لري.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (د چنګاښ ۱۹مه)، د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۸۵\۸۱ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۴ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۱۲مه نېټه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۱،۵۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۰ افغانۍ بدلېدې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه ډالر پر وړاندې د افغانۍ د پېر بیه د تغییر په حال کې ده.

صرافان د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټيټېدو تر ټولو عمده لامل ناامني ده.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.