Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني خبريالان: اطلاعاتو ته لاسرسى مو محدود شوى

غزني ښار (پژواک، ٢٧ چنګاښ ١٤٠٠): د غزني خبريالان وايي چې په دغه ولايت کې د جګړو له شدت وروسته اړوندې سرچينې خبريالانو ته اړين او پر وخت اطلاعات نه ورکوي چې له امله یې په چارو کې له ستونزو سره مخ دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني خبريالانو د چنګاښ په ٢٧مه اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

په دې اړه په غزني کې د يک ټلويزيون خبريال محمد فيصل نويد وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې جګړو زور اخيستى چې له امله يې اطلاعاتو ته لاسرسى ستونزمن شوى دى.

دى وايي: "ولسواليو سقوط کړى، جګړه ښار ته رسېدلې ده، زه کوښښ کوم په دې اړه يو راپور چمتو کړم، خو هيڅ حکومتي او غير حکومتي سرچينه معلومات نه راکوي او ځانونه پټوي."

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په اقتصادي او ټولنيزو چارو کې يې هم ځيني راپورونه چمتو کړي خو د چارواکو د ځواب نه ويلو له امله يې راپورونه نیمګړي پاتې دي.

همدارنګه په غزني کې د بي بي سي راډيو خبريال اسدالله جلالزي وويل چې وروستيو جګړو د نورو برخو ترڅنګ د اطلاع رسونې برخه هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده.

دى وايي: "د غزني چارواکي يواځې په تشريفاتي او د حکومت د لاسته راړونو په برخو کې خبريالانو ته معلومات ورکوي، په داسې حال کې چې خبريالان په بېلابېلو برخو کې معلومات او اطلاعاتو ته اړتيا لري."

همدارنګه د هېواد ټلويزيون خبرياله خديجه اشرفي هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې د خبرونو د تاييد او يا هم اطلاعاتو ترلاسه کولو په موخه يې تل اړيکې د چارواکو له لوري بې ځوابه پاتې شوې دي.

دا زياتوي: "له جګړو مخکې دا ستونزه ډېره کمه وه، خو کله چې جګړو زور واخيست هر چارواکى د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي."

يو شمېر نورو خبريالانو هم ورته څرګندونې وکړې او د يادې ستونزې د جدي حل غوښتنه يې وکړه.

په دې اړه په غزني کې د خبريالانو اتحاديې مشر ګلاب الدين اميري پژواک ته وويل چې د خبريالانو دغه ستونزه يې څو ځلې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه حل شوې نه ده.

ده زياته کړه: "خبريال ته د معلوماتو نه ورکول يوه جدي ستونزه ده، موږ يې د حل جدي غوښتنه کوو."

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې تر یوه حده هڅه کوي اړوند اطلاعات له خبريالانو سره شريک کړي.

دى زياتوي: "تاسو پوهېږئ چې په دې وروستيو کې يواځې په غزني نه، بلکې په ټول هېواد کې حالات سخت خراب شوي، جګړې روانې دي، نو کله نا کله د معلوماتو په ورکولو کې ځنډ را پيدا کېږي، کنه موږ کوښښ کړى خپل مسووليت ادا کړو."

د اساسي قانون د پنځوسمې مادې له مخې، د افغانستان اتباع حق لري چې د قانون د حكمونو په حدودو كې له دولتي ادارو اطلاعات ترلاسه كړي، دا حق د نورو حقوقو او عامه امنيت ته له زيان رسولو پرته، حدود نه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.