منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۳ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

راشدخان د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه‌ درجه‌بندۍ کې راشدخان لومړی مقام خپل کړی دی.

د کرکټ نړی‌والې شورا د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان د ۷۵۳ نومرو په ترلاسه کولو سره په لومړي ځای کې راغلی دی.

په یاده درجه‌بندۍ کې هندي توپ‌اچوونکی ورون چکرورټي د ۷۴۰ نومرو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام راغلی دی.

دغه‌راز، راشدخان له دې مخکې د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په درجه‌بندۍ کې په دویم مقام کې و او هندی ورون چکرورټي په لومړي ځای کې و.

د یادونې ده، راشدخان په نړۍ کې لومړنی لوبغاړی هم دی چې په شل‌اوریزو لوبو کې یې تر ټولو ډېرې (۷۰۰) ویکټې ترلاسه کړې دي.