لښکرګاه (پژواک ، ۵ زمری ۱۴۰۰) د هلمند لښکرګاه ښار کې د موټر بم برید له امله څلور پولیس ټپیان شوي.
یوې باورې امنیتې سرچینې دنوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل ، نن ماخوستن د لښکرګاه دریمې حوزه اړوند د سیند عمومي لیسو پریوې امنیتې پوستې دسراچه ډول موټر په وسیله دوسله والو طالبانو لخوا موټر بم برید شوی.
سرچینې زیاته کړه چې په دغه برید کې د امنیتې پوستې دیوالو نه نړیدلي او څلورپولیس ټپیان شوې دي.
سرچنیي ددغه پیښې په اړوند نور معلومات ورنکړل.
دا په داسې حال کې ده چې له تیرو دوه ورځو راهیسې بیا دوسله والو طالبانو بریدونه دښار پرڅلور خواوو زیات شوي دي.