جلال اباد (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د کابل- جلال اباد پر لويه لاره په دوو ترافيکي پېښو کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په مړه شوو کې د ننګرهار د پوهنې رياست مرستيال او زوی يې هم شامل دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د زمري په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار د قرغیو ولسوالۍ اړوند د عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ټوډي او دوو سراچه موټرو د ټکر له امله ۱۲ کسان مړه شوي او ۸ نور سخت ټپیان دي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې د ننګرهار د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال سيد عيسی سادات او زوی يې چې له کابله جلال اباد ته راتلل، هم مړه شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه ناوخته هم د کابلـ جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ سیمه کې د یوه کاسټر او سراچه موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزی وايي چې د ټکر له امله ۸ کسان مړه شوي او ۱۰ نور دي.
د هغه په وينا، په ټپیانو او مړو کې مېرمنې او کوچنیان هم شامل دي.
د دولتزي د معلوماتو له مخې چې دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
Views: 560
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن