کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر حامد کرزي له ملګرو ملتونو غوښتي چې د روانو جګړو له امله بېځایه شوو هېوادوالو ته اړینې بشري مرستې ورسوي.
د پخواني ولسمشر له دفتره د زمري په ۹مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هېواد کې د پردۍ جګړې په پایله کې رامنځته شوې انساني فاجعې له امله یو زیات شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
حامد کرزي د دې ترڅنګ له هغو هېوادوالو مننه کړې چې د خپلو بېځایه شوو وطنوالو لاسنیوی یې کړی، له ټولو ملي سوداګرو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له دفتره غواړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې کډوالو, دردېدلو او بېځایه شوو کورنیو ته ژر تر ژره اړینې او بشردوستانه مرستې ورسوي.
پخواني ولسمشر دغه راز یو ځل بیا په جګړه کې پر افغاني ښکېلو غاړو غږ کړی چې د افغانستان د خلکو د سر او مال ساتنې ته په کلکه پاملرنه وکړي او له روانو دردوونکو حالاتو د خپلو خلکو د ژغورلو او مصوونیت لپاره له جګړې لاس واخلي او په ټول توان او جدیت سره د سولې مذاکرات پیل او د کامیابي لپاره یې کوټلي ګامونه اوچت کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP