ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۸ کسان مړه شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۸ کسان مړه شوي

author avatar
31 Jul 2021 - 14:34
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۸ کسان مړه شوي
author avatar
31 Jul 2021 - 14:34

کابل (پژواک، ٩ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣١٩ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٢٨ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢١٣٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣١٩ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٤٧٤٧٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ۱۰۸ په هرات، ۵۲ په غزني، ۲۴ په کابل، ۲۱ په تخار، ۲۰ په کاپیسا، ۱۸ په ننګرهار، ‍۱۶ په فراه، ۱۵ په سرپل،۱۰-۱۰ په کندهار، ۷ په غور، ٤-٤ په لوګر، دایکنډي او کونړ، ۳ په کندوز او يوه هم په بلخ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٥٩ کسان د کرونا له ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۹۸۰۷۳ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۶۷۳۶ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٩٧ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٧٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٢ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.