کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۰): ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت منتخب جمهور ريیس ډاکتر سید ابراهیم رئیسي د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه د یاد هېواد پلازمېنې تهران ته ولاړ.
له ارګه د زمري په ۱۴مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني به په دغه سفر کې د ایران له منتخب ولسمشر ډاکتر سید ابراهیم ريیسي سره پر کتنې او له هغه سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا زیاتې پراختیا او همکاریو په اړه پر خبرو سربېره، د ایران د نوي جمهور ريیس د لوړې په مراسمو کې چې د اسلامي شورا مجلس په ودانۍ کې ترسره کېږي، ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه سفر کې له ولسمشر غني سره د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ريیس عبدالمتین بېک ملتیا کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP