منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:55 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياست

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د یوې ښځې وژل کېدو پېښه غندلې ده

· 1 دقیقه لوستل · 302 کتنې

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د ډزو له امله د یوې ښځې پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې، دغه پېښه یې غندلې او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د بې‌نظمۍ او ناامنۍ جوړولو لپاره کار واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه وزارت د تاجکستان د بدخشان خودمختارې سیمې د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې وژل کېدو له امله چې د دواړو هېوادونو له سرحدي سیمې د ډزو په پایله کې وژل شوې، د هغې له کورنۍ او د تاجکستان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي.

بلخي زیاته کړې، په دې وروستیو کې د افغانستان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ځینو «مخربو او فرصت‌طلبو» کسانو له خوا د بې‌نظمۍ رامنځته کولو د هڅو په اړه راپورونه خپاره شوي چې د ده په خبره، موخه یې د سیمې د امنیت او ثبات، په ځانګړي ډول د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور فضا اغېزمنول دي.

هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت امنیت او ثبات، ښه ګاونډیتوب، د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي ته ژمن دی او اجازه نه ورکوي چې څوک د افغانستان له خاورې د بې‌نظمۍ او امنیت ګډوډولو لپاره کار واخلي.