ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا د مټاخان یو ماشوم د جګړې له وېرې لېونی شوی

د پکتیکا د مټاخان یو ماشوم د جګړې له وېرې لېونی شوی

author avatar
5 Aug 2021 - 16:37
د پکتیکا د مټاخان یو ماشوم د جګړې له وېرې لېونی شوی
author avatar
5 Aug 2021 - 16:37

ښرنه (پژواک، ١٤ زمرى ١٤٠٠): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې يو ماشوم د جګړې له امله اووه ورځې په خپل کور کې يواځې پاتې شوى چې له امله يې له رواني ناروغيو سره مخ دى.

دغه ماشوم علي محمد نومېږي، ١١ کاله عمري لري، د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى.

مټاخان د پکتيکا له مرکز ښرنې ١٥ کيلومتره واټن لري چې له تېرو ٢٥ ورځو راهيسې په کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ پرله پسې جګړه روانه ده.

د دغه ماشوم مور، بي بي حضرتې پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دوى په کلي کې له تېرو څو اوونيو راهيسې سختې جګړې روانې دي.

هغې وويل: ((هر سړي هڅه کوله چې ځان وباسي، موږ ټول ښرنې ته راغلو، خو علي محمد رانه په کور کې پاتې شوى و.))

دغه مور وايي چې زوی یې اوو ورځې د جګړې له امله په کور کې يواځې پاتې و او اوس له رواني ستونزې سره مخ دى.

دې زياته کړه: ((اووه ورځې وروسته مو وکولاى شول لار پیدا کړو او کلي ته ولاړ شو، څو علي محمد وژغورو، خو جنګونو علي محمد لېونى کړى دى.))

دا زياتوي چې د زوى درملنه يې په ښرنه کې نه کېږي، خو د خراب اقتصادي وضعيت له امله يې بل ځاى ته د درملنې په موخه نه شي بيولاى.

د علي محمد ورور لعل محمد پژواک ته وويل چې ورور يې سخت ډار شوى، اوس له چا سره خبرې نه کوي.

دى وايي: ((نه خبرې کولاى شي او نه ګرځېدلى شي، اوس په ملکي روغتون کې بستر دى.))

يادې مور او زوى له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر ځاى د سولې لار خپله کړي، څو نورو کورنيو ته دغه ډول ستونزې پيدا نه شي.

د علي محمد په اړه د ښرنې ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د دغه ماشومان روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى او ښې درملنې په موخه باید کابل ته انتقال شي.

په ورته وخت کې د پکتيکا د کډوالو چارو رييس فضل محمد زمريالي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله زرګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

هغه وايي چې تر اوسه له ٤٠٠ سوه بېځايه شوو کورنيو سره مرستې شوې او له نورو سره مرستې روانې دي.

د پکتيکا د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې، په تېرو څو اوونيو کې يواځې له مټاخان ولسوالۍ پنځه زره کورنۍ بېځايه شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.