کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۰): مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره په کتنه کې د هېواد د وضعیت په اړه د امنیتي طرحې سپارلو ترڅنګ له ولسمشره غوښتي چې په هېواد کې نظامي وضعیت اعلان کړي.
ولسمشرۍ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر نن له مارشال دوستم سره لیدلي او د هېواد د امنیتي وضعیت، په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو د امنیت اړوند خبرې کړې دي.
خبرپاڼه کې راغلي، مارشال دوستم په دې ناسته کې ویلي: ((موږ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ یو او له خپلو خلکو او خاورې په قاطعانه دفاع کوو، اوس هغه وخت را رسېدلی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د هېواد د امنیتي وضعیت ښه کېدو او ارزښتونو د دفاع هڅه وکړو او د دښمن پر وړاندې ودرېږو.))
د ملي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو پژواک خبري اژانس ته وویل چې مارشال دوستم په دې لیدنه کې ولسمشر ته د هېواد د وضعیت اړوند امنیتي طرحه سپارلې او له نوموړي یې غوښتي چې په هېواد کې نظامي وضعیت اعلان کړي.
د سیاسي چارو پوهان وايي چې نظامي حکومت هغه وضعیت دی چې فوځ د دولت په موافقه یا له کودتا وروسته د هېواد چارې کنټرولوي او ځيني نافذه قوانین معلق کوي، په یو شمېر مواردو کې نظامي حکومت کې د تګ راتګ د منعې مقررات او نظامي محکمې تشکیلېږي او دغه امر معمولاً د ځانګړې ډلې د ځپلو یا عمومي نظم د ساتنې لپاره صادرېږي.
نیرو زیاته کړه چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د کومانډو په یوه قطعه کې د سیاسي مشرانو په ګډون لویه ناسته ترسره شي او په دې ناسته کې په هېواد کې نظامي وضعیت اعلان شي.
هغه وویل، مارشال دوستم ولسمشر ته وړاندیز وکړ چې جوزجان ته ځانګړي ځواکونه ولېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې شبرغان ښار یې نیولی او لا هم د ښار په ځينو برخو کې طالبان او امنیتي ځواکونه په جګړه بوخت دي.
احسان نیرو زیاته کړه چې د کابل ښار او کمربندونو، حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ټینګښت، د هېواد په شمال کې د منظمې قوې جوړول او د ملي امنیت له خوا د کابل ښار د وضعیت څارنه د هغې امنیتي طرحې نور محورونه دي چې مارشال دوستم یې په تړاو له ولسمشر سره خبرې کړې دي.
نیرو وویل، د مارشال دوستم دغه وړاندیزونه ولسمشر منلي دي.
د یادونې ده، ولسمشر کولای شي د قانون په چوکاټ کې اضطراري حالت اعلان کړي.
د افغانستان د اساسي قانون په ۱۴۳مه ماده کې راغلي: ((که د جګړې، د جګړې د خطر، وخیم اغتشاش، طبیعي افاتو او یا ورته حالت له امله د خپلواکۍ او ملي ژوند ساتنه په هغه طریقه چې په اساسي قانون کې ټاکل شوې، ناشونې وګرځي، د ولسمشر له خوا د ملي شورا په تایید د هېواد په ټولو یا ځینو برخو کې اضطراري حالت اعلانېږي. هر کله چې اضطراري حالت تر دوو میاشتو زیات دوام وکړي، د اوږدولو لپاره یې د ملي شورا موافقه شرط ده.))
دغه راز اساسي قانون کې راغلي چې په بېړني حالت کې ولسمشر کولای شي د ملي شورا او سترې محکمې د رییسانو په مشوره د ملي شورا ځیني صلاحیتونه حکومت ته انتقال کړي او د قانون د احکامو د ځینو برخو تنفیذ وځنډوي یا پر هغه قیودات وضعه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP