کابل (پژواک، ١٧ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٢٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٢٨ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ١٧ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٩٩١ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٣٢٠ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٠٧٧٨ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٦٠ کسان په دايکنډي، ٣٨ په هرات، ٣٣ په کابل، ٣٠ په ننګرهار، ٢٢ په بادغيس، ٢٢ په پکتيکا، ١٧ په بلخ، ١٦ په پکتيا، ١٥ په خوست، ١٤ په بدخشان، ١٣ په میدان وردګ، ١٣ په پنجشېر، ٧ په غور، ٦ په فراه، ٦ په لوګر، ٥ په کندهار او ١-١ په بغلان، کونړ او ارزوګان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٣٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٣٣٥٩ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢٨ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۶۹٣٦ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٠٣ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٢ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 52
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP