ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال ١٧ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال ١٧ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

author avatar
10 Aug 2021 - 15:55
د تېرو ٢٤ ساعتونو پرمهال ١٧ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي
author avatar
10 Aug 2021 - 15:55

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٧٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ١٧ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د زمري په ١٩ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٣٦٧ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٧٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥١٢٩١ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٧٤ کسان په هرات، ٣٨ په ننګرهار، ٢٧ په کابل، ٢٢ په بدخشان، ٢٠ په بلخ، ١٦ په پکتيکا، ١٢ په بادغيس، ١٠-١٠ په تخار او غور، ٩-٩ په فراه، دايکنډي او کندهار، ٧ په خوست، ٦ په میدان وردګ، ٤ په کندوز، ٣ اروزګان او ١-١ په کونړ او باميان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٥٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٤٣٠٥ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۶۹٧٨ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٠٤ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٨٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.