کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې له هر ډول حکومت سره د امریکا اړیکې د هغه حکومت له کړونو سره تړلې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل : " د افغانستان راتلونکی حکومت چې د خلکو د اساسي حقونو ملاتړ وکړي، ترهګرو ته ځای ورنه کړي، د خپلو مېرمنو، نجونو او ولس اساسي حقونه خوندي کړي. له دغه شان یوه حکومت سره موږ کار کولی شو. "
بلخوا د طالبانو یو جګپوړي چارواکي تېره ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نوي حکومت د بڼې په هکله خبرې کول له وخت څخه مخکې دي.
خو ځینې سرچینې وایي چې طالبانو له یوشمېر سیاسي مشرانو سره د راتلونکي حکومت د څرنګوالي په اړه خبرې پیل کړې دي.
په کابل کې د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر وایي چې ټاکل شوې نن ډاکتر عبدالله، ګلبدین حکمتیار او پخوانی ولسمشر حامد کرزی قطر ته لاړ شي او له طالبانو سره د راتلونکي حکومت په اړه سلا مشورې وکړي.
د متحده ایالاتو ترڅنګ روسیې هم ویلي چې په کابل کې له طالبانو سره تر کتلو وروسته او دا چې دغه ډله څه ډول حکومت په نظر کې لري، په دې هکله د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به مسکو پرېکړه وکړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنې که نه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP