ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صنعت کاران: د حکومت د ملاتړ په صورت کې چمتو یو ډېره پانګونه وکړو

صنعت کاران: د حکومت د ملاتړ په صورت کې چمتو یو ډېره پانګونه وکړو

author avatar
21 Aug 2021 - 17:13
صنعت کاران: د حکومت د ملاتړ په صورت کې چمتو یو ډېره پانګونه وکړو
author avatar
21 Aug 2021 - 17:13

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۰): صنعت کاران په هېواد کې د امنیت ټینګښت ته خوشاله دي او وايي، له دوی څخه د نوي حکومت د ملاتړ په صورت کې پانګوال په هېواد کې ډېرې پانګونې ته تیار دي.

دوی بهرنیو هېوادونو ته د داغمه اوسپنیزو توکو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې پخ هېواد کې د صنعت د ودې لپاره د هغو توکو تعرفې لوړې کړي چې په هېواد کې دننه تولیدېږي.

د طالبانو د سوداګرۍ پخوانی وزیر او د دوی د اقتصادي کمېټې مسوول مولوي احمدجان ژمنه وکړه چې د صنعت کارانو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د هېواد صنعتکارانو ټولنې او د کانونو او صنایعو خونې نن په کابل کې د طالبانو د اقتصاد کمېسیون د مسوولینو په حضور کې د صنعت کارانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده له طالبانو وغوښتل چې د صنایعو ملاتړ وکړي، ځکه د ده په خبره، د صنعتکارانو ملاتړ د سوداګرۍ د ودې او د هېواد د پر ځان بسياینې لامل کېږي.

د نوموړي په خبره، پر خامو موادو باید تعرفه کمه شي او د هغو توکو پر وارداتو تعرفه لوړه شي چې په هېواد کې تولیدېږي، څو وطني تولیدات وده وکړي.

هغه زیاته کړه: ((د صنعت وده د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي، د دولت اقتصاد د صنعت کارانو له خوا د مالیې پر ورکړه پرمختګ کوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې تر پنځه زرو ډېرې فابریکې موجودې دي چې له یو اعشاریه دوه میلیون کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او اوس مهال افغانستان کې ۶۵ سکټوره پر ځان بساینې ته رسېدلي دي.

په هېواد کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو ټولنې اجرائیوي رییس عبدالنصیر رشتیا وویل، په هېواد کې د طالبانو پر واکمنېدو د پانګوالو او سوداګرو امنیت ټینګ شوی، خو طالبان په دې خاطر چې په هېواد کې صنعت وده وکړي او په دې برخه کې شته لاسته راوړنې وساتل شي، باید هېواد ته د اوسپنې د داغمه توکو د قاچاق مخه ونیسي او په هېواد کې د تولیدېدونکو توکو پر وارداتو تعرفه لوړه شي.

هغه زیاته کړه: ((که د داغمه يي توکو د قاچاق مخه ونه نیول شي، د اوسپنې ویلې کېدو فابریکې به فعالیت بند کړي، ځکه د خامو موادو استخراج څو کاله وخت ته اړتیا لري.))

د ده په خبره، له هېواده د اوسپنې د داغمه توکو قاچاق او هغه توکو واردات کې هېواد کې هم تولیدېږي په هېواد کې بېساري دوام لري او باید مخه یې ونیول شي.

د افغانستان د صنایعو ټولنې رییس عبدالجبار صافي او څو نورو صنعتکارانو هم د صنعت کارانو څخه د طالبانو د ملاتړ غوښتنه وکړه او وویل، اوس د امنیت په ټینګېدو سره پانګونو ته زمینه برابره شوې، که د صنعت کارانو د ملاتړ لپاره پلان موجود وي افغان پانګوال تیار دي چې هېواد کې ډېره پانګونه وکړي.

د طالبانو د سوداګرۍ پخواني وزیر اوپه کابل کې د دوی د اقتصاد کمېټې مسوول مولوي احمدجان نننۍ ناستې ته وویل، د پانګوالو او صنعت کارانو د ملاتړ لپاره پر غوره اقتصادي پلان کار روان دی چې له مخې به یې د ټولو صنعتکارانو ستونزې حل شي.

هغه زیاته کړه، طالبان تر خپلې وسې د خلکو په ځانګړې توګه صنعتکارانو خدمت کې دي.

هغه له جزیاتو پرته وویل، د صنعتکارانو د برېښنا د ستونزې د حل لپاره اقدام کېږي، د صنعتکارانو وړاندیزونه د طالبانو له مشرتابه سره شریکوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: ((د داغمه يي توکو د قاچاق مخنیوی فرض عین دی، که داغمه جات فابریکو ته ور نه کړل شي، ښايي یادې فابریکې فعالیت ودروي.))

مولوي احمدجان زیاته کړه چې په هېواد کې امنیت ټینګ شوی او پانګوال اوس کولای شي په هېواد کې په هره برخه کې پانګونه وکړي.

هغه وویل، د هغو توکو د وارداتو د تعرفې لوړېدو چې هېواد کې هم تولیدېږي او د خامو وارداتي توکو د تعرفې د کمېدو په اړه پر پروګرامونو کار روان دی چې د نظام په جوړېدو سره به ورته رسېدنه وشي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.