کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰) : د طالبانو د مالي او اقتصادي کمېسیون د مالیې وزارت خدماتو رییس ته لارښوونه کړې، تر څو خدماتي چارې برابرې او امکانات په واک کې ورکړي.
د مالیې وزارت له خوا د وږي په لومړۍ نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا محمد ناصر اخند په مشرۍ د طالبانو د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون پلاوي ناسته ترسره شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دغې ناسته کې د طالبانو د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون مسوولینو هر یوه انجنیر محمد نصیر رحیمي، انجنیر مصطفی او د مالیې وزارت مرستیالانو او عمومي رئیسانو هم ګډون کړی وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، ملا محمد ناصر اخند د مالیې وزارت اړوندو رئیسانو ته لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې دې د دغه وزارت او اړوندو ادارو د کاري بهیر بیا پیلېدو لپاره بشپړ چمتووالی ولري .
هغه ټینګار وکړ چې شته ستونزې او خنډونه به په ګډه هواروي.
سرچینې ویلي، د ناستې په اوږدو کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رئیس، د ګمرکونو عمومي ریاست تخنیکی مرستیال، د عوایدو عمومي ريیس، د دولتي شرکتونو عمومي رئیس، مالي او اداري عمومي رئیس، د ناستې مشرتابه ته د ملي بودیجې څرنګوالي او لګښت، د ګمرکونو عمومي وضعیت، لاسته راوړنو او اسیکوډا سیستم د ګټو او فعالیتونو او نورو چارو، د هېواد ملي عوایدو راټولېدو، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو، د دولتي شرکتونو د فعالیتونو او لاسته راوړنو او همدارنګه د مالیې وزارت د تشکیل په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په لړ کې د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون مرستیال ملا محمد ناصر اخند د هغو کارکوونکو لپاره چې مالي او ګمرکي سیستمونه پرې فعالېږي د امکاناتو برابرولو بشپړ چمتووالی وښود او د مالیې وزارت د خدماتو رییس ته یې لارښوونه وکړه، تر څو یادو ادارو ته خدماتي چارې برابرې او امکانات په واک کې ورکړي.
د ناستې په پای کې د اقتصادي چارو د کمېسیون غړي انجنیر محمد حسن له ټولو ګډونوالو د راتګ مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې په خپلو چارو کې دې د خلکو له خدمت څخه هیڅ راز سپما نه کوي او ټینګار یې وکړ چې ډېر ژر به ټول دولتي مامورین خپلو دندو ته را ستانه شي او ټول سیسټمونه به بېرته خپل فعالیتونه پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP