کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، امریکا د افغانستان لپاره “بل پلان” لري او له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو، ازادو او غير دولتي ادارو له لارو بشري مرستې دوام ولري.
هغه تېره شپه پر خپلې ټويټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې به د امریکا کار جاري وساتل شي او دوی د دغه هېواد راتلونکي لپاره “بل پلان” لري چې پلی به یې کړي.
بلینکن د بل پلان په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.
دی وايي: “له افغانستانه د سرتېرو ايستل پای ته رسېدلي، له افغانستان سره د امريکا دويم باب پیل شوی او هغه دا دی چې موږ به له خپل سفارته کارونه مخې ته وړو.”
هغه زیاته کړه چې تېره ورځ یې په کابل کې خپل سفارتي ماموریت وځنډاوه او د قطر دوحې ته یې لېږدولی، تر څو له هغه ځایه له افغانستان سره کار وکړي.
دغه راز بلینکن زیاتوي: “امریکا به له افغان ولس سره بشري مرستې جاري ساتي، دا مرستې به د حکومت له لارې نه وي، بلکې د ملګرو ملتونو، ازادو ادارو او غير دولتي ادارو له لارې به ترسره کېږي، موږ تمه لرو چې د طالبانو يا بل چا له خوا به په دې کې خنډ جوړ نه شي.”
ده ویلي چې هېواد يې له طالبانو سره د امریکا تړون ته ژمن دی، له همدې امله د بهرنيو وګړو، ویزه لرونکو او له خطر سره د مخ افغانانو د ایستلو لپاره هم هلې ځلې جاري ساتي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه ووته او طالبانو له هېواده د دغو ځواکونو بشپړ وتل پر هوایي ډزو ونمانځل او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وویل: “زموږ هېواد په بشپړه توګه خپلواکي ترلاسه کړه.”
امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته د همدغه کال د اکتوبر په ۷مه پر افغانستان برید وکړ. وروسته د طالبانو د هغه مهال حکومت له منځه لاړ او د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهال او بیا دوه پړاوه (لس کاله) د کرزي او شاوخوا شپږ نیم کاله د محمد اشرف غني پر مشري جمهوري حکومتونه جوړ شول.
Views: 253
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن